د شهید صالح محمد خان اڅکزي لومړی تلین ولمانځل شو

د شهید صالح محمد خان اڅکزي لومړی تلین ولمانځل شو

هغه غونډه چې په همدې موخه نیول شوې وه د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په ګډون ، د ولایت مقام دواړو مرستیالانو ، ددولتي ادارو یو شمېر ریئسانو او مسولینو ترڅنګ سلګونو عامو ولسونو هم ګډون درلود.
د غونډي پرمهال یو شمېر ویناوالو د شهید صالح محمد خان اڅکزي پر ژوند او لاسته راوړنو خبرې وکړې او د ولس لپاره يې د هغه ترسره کړې خدمتونه وستایل.
ویناوالو او قومي مشرانو زیاته کړه: صالح محمد خان اڅکزي چي تیرو پارلماني ټاکنو کې ځان د ولسونو په خوښه نوماند کړ ولي دښمن په شهادت ورساوه یو لویه ضایع ده.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د تلین په دې غونډه کې د خبرو پرمهال وویل: صالح محمد خان اڅکزی یو زړور او د ولسونو په درد دردمن شخص وو چي نشتون يې یوه ستره ضایع ده.
ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: د ارواښاد اڅکزي د فکر او مبارزې لاره به تعقیبیږي ترڅو ولسونه او په ځانګړې ډول د هلمند اوسېدونکې د یوه ارام او هوساه ژوند تېرولو څخه برخمند شي.
د هلمند د ملي امنیت ریئس انجینر محمد طاوس خان هم د خپلې وینا پرمهال د شهید صالح محمد خان اڅکزي ستاینه وکړه او زیاته يې کړه چي هغه د ولسونو په زړونو کې ځای لري او هغه ارمانونه چي د هیواد جوړونې برخه کي هغه لرل د ستاینې او مننې وړ دي.
د شهید صالح محمد خان اڅکزي ورور او د ولسمشر سلاکار جمعه خان اڅکزي د خبرو پرمهال وویل: که څه هم ورور يې اوس منځ کې نشته خو دده لاره به تعقیبوي او تل به د خپلو ولسونو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.




t