يوناما:امريکايانو فراه کي ۳۰ ملکي وګړي وژلي

يوناما:امريکايانو فراه کي ۳۰ ملکي وګړي وژلي

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د امریکایانو په هوايي بمبار کې د ۳۰ ملکیانو د وژنې او ۹ نورود ټپي کېدو راپور مستند کړی دی.

یوناما وایي روان میلادي کال مې میاشت کې د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو هوایي برید کړی وو او ۳۰ تنه په کې وژل شوي وو.

یوناما وايي، امریکایانو ادعا کړې وه چې په دغو بریدونو کې یې طالبان وژلي دي، مګر دوی چې دقیق اسناد راټول کړي دي نو بمونه پر ولسي خلکو غورځول شوي دي.

هغه وخت د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې په یاد برید کې یې د مخدره توکو ۶۸ کارخانې له منځه وړي او دغه راز یې ۱۵۰ وسله وال طالبان هم وژلي دي؛ خو د سیمې اوسېدونکو ویلي وو چې برید کې نه د نشه یي توکو کومه کارخانه له منځه تللې او نه هم طالبان، بلکې د برید قربانیان ټول ملکي وګړي دي




t