د ښارجوړونې او ځمکوالۍ چارو وزارت پلاوي هلمند ته سفر وکړ

د ښارجوړونې او ځمکوالۍ چارو وزارت پلاوي هلمند ته سفر وکړ

راغلې پلاوي له هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان سره په لیدنه کې په دې ولایت کي د مالدارو د څړ ځایونو د غصب او مخنیوي برخه کې خبرې وکړې.
یاد پلاوي د خبرو پرمهال وویل: غواړې په هلمند کې د څاړځایونو برخه کي څېړني وکړي او هغه ځمکې مشخصي او تصفیه کړي چي د حیوانانو د څړ لپاره مشخصي شوي ولي اوس غصب شوي چي مالداران يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
ددوی په خبره: داچي هلمند یو زراعتي ولایت دی او دلته ډېر مالداران هم شتون دي خو د مالونو د څړولو لپاره يې مشخصي شوي ځمکې ځینو کسانو غصب کړي د یادو ځمکو اندازه او داچي بیرته باید د مالدارانو په واک کي وکړې شي دوی به پرې کار وکړي.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د راغلې پلاوي سره د خبرو پرمهال وویل: د افغانستان د جلالتماب ولسمشر ، ښارجوړوني او ځمکوالۍ چارو وزارت له دې تصمیم سره چی غواړي څړځایونه له غصبه خلاص کړي مننه کوم او په دې برخه کي به ولایتي اداره هم په بشپړه توګه خپل مسولیت ادا کړي.
ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: د هغه کسانو مخه باید ونیول شي چي د مالدارانو د حیواناتو څړ ځایونه يې غصب کړي او په دې سره يې مالدارانو ته ستونزي جوړي کړي.




t