د پاکستان قونسلګري، د افغاني غرور هدیره! فرهاد پېلوځی

د پاکستان قونسلګري، د افغاني غرور هدیره! فرهاد پېلوځی

جلال اباد کې د پاکستان قونسلګري د افغاني پت او غرور په هدیره بدله شوېده.
هره ورځ زرګونه خلک مراجعه کوي او یوازې ۱۱۰۰ تنو ته ویزه ورکول کېږي.
په قونسلګرۍ کې د افغاني میرمنو او سپینږیرو بې حرمتي کېږي او تر ټولو خطرناکه او شرمناکه پکې دا، چې په قونسلګرۍ کې کیمرې نصب شوې دي او پاکستانیان د افغان مېرمنو د بېوزلیو او بې عزتیو ننداره کوي.
موږ مسلمانان او بیا افغانان یو، د خپلو خویندو، میندو او مشرانو داسې سپکاوی زغمل مو په خټه کې نشته او نور یې نه زغملی شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دې ژر تر ژره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له لارې دا موضوع تعقیب او د ولس په مشوره دې ورته د حل لاره ولټوي.

په قونسلګرۍ کې دې د میرمنو او نرانو د مراجعې سیمې جلا شي او په قونسلګرۍ کې دې ښځینه مراجعبنو ته ښځینه مامورینې وټاکل شي، ددې ترڅنګ دې ورته ښځینه پولیس هم وګمارل شي.

په قونسلګرۍ کې دې د مراجعینو لپاره خدمات پراخ او چټک شي چې د خلکو ستونزې راکمې شي.

د ننګرهار والي او امنیه قومندان باید په قونسلګرۍ کې د روانې بې حرمتۍ او فساد د مخنیوي لپاره کوټلي او رښتیني ګامونه پورته کړي…

که یاده موضوع هواره نشي؛ نو ولس نور د خپلې بې عزتۍ ننداره نشي کولای.




t