فراه کي د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه د یوناما او امریکا د نظر اختلاف

فراه کي د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه د یوناما او امریکا د نظر اختلاف

یوناما په تازه راپور کي ويلي،چي فراه کي ملکي وګړي وژل سوی،خو امریکایان يې وسله وال یادوي

یوناما وایي روان میلادي کال مې میاشت کې د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو هوایي برید کړی وو او ۳۰ تنه په کې وژل شوي وو.

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو پرون د اکټوبر په نهمه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو نوی رپوټ رد کړ او په خپاره کړي بیان کي یې ټينګار کړی،چي د حملو هدف په دې سیمو کې د وسله والو طالبانو د مخدره موادو د پروسس تر ۶۰ زیات مرکزونه وو.

 




t