کندوز والي ورزشکاران وستایل

کندوز والي ورزشکاران وستایل

ورزشکاران دې چې په یومثبته سیالۍ مخ په وړاندې ځي
دا څرګندونې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي د آموزن فوټبال لوبډلې یو شمېر لوبغاړو سره د لیدنې پرمهال وکړې.
د کندوز والي، لوبغاړو هڅې او زیارونه وستایل او هیله یې څرګنده کړه چې ورزشکاران او په ټوله کې ځوانان په محبت او مینه سره مخ په وړاندې ولاړ شي او د یوې مثبتې سیالۍ روحیه په خپلو کې پياوړې کړي.
په شمال ختیځ زون کې د امو څپې يا موج هاى آمو لوبډلې د فوټبال غوره لیګ سیالیو د اتم څپرکي پر مهال چې په کابل کې ترسره شوې، د ٣٤ ولايتونو د فوتبال لوبغاړو څخه جوړ د اتو زونونو په منځ کې د ميړانې لوبې ډالۍ ترلاسه کړه او ښه وځلېده.




t