کندوز: له ۶۶۰ بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه

کندوز: له ۶۶۰ بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه

محلي اداره ژمنه ده چې هرې بیځایه شوي کورنۍ ته په خپل وخت رسیدګي وکړي.
دا خبره نن د ولایت مقام تخنیکي او سکتوري ریس محمد اجمل سایس دشت ارچي ولسوالۍ ورستیو جګړو ځپلو او بیځایه شوو کورنیو سره د مرستو د توزیع پرمهال وکړه.
سایس همدا شان زیاته کړه ټول زیربطه ادارې او موسسات مکلفیت لري چې د مرستو د توزیع او سروي پر وخت مستحقې کورنۍ تشخیص کړي ترڅو د مرستو توزیع په شفافه او عادلانه توګه ترسره شي .
د یادونې ده چې نن د خوړو نړیوال سازمان له لوري د کندز ولایت ددشت ارچي ولسوالۍ څخه د ورستیو جګړو له کبله ۶۴۰ بیځایه شوو کورنیو سره د مرستو توزیع پیل شوه چې هرې کورنۍ ته ددې مرستو پرمهال به ۱۰۰ کیلو اوړه، غوړ، دال، بیسکویټ، پلمپي او مالګه شامله ورکړل شی چې ددوه دورو لپاره به، همدومره خوراکي توکي ددوه میاشتو په ترڅ کې یادو کورنیو ته ورکول کیږي.




t