هلمند: اته دولت ضد وسله وال وژل شوي

هلمند: اته دولت ضد وسله وال وژل شوي

د افغان ځواکونو له خوا اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

د افغان ګډو امنیتي و دفاعي ځواکونو له خوا د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالی اړوند سور شاخ او پوپلزیو سیمو کې د هوایی ځواک په ملتیا عملیات ترسره کړي، چې د افغان هوایی ځواکونو له لورې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو هوایی بریدونه ترسره شوي، په پایله کې (۸) تنه وسله وال طالبان وژل شويدي.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو خبرپاڼه کې راغلي، د وژل شویو طالبانو له جملې د یو تن وسله وال طالب جسد، یو قبضه راکټ او یو میل پیکا د افغان ګډو امنیتي و دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي، د دښمن د مخابرې یوه پایه ریپیټر او یو باب د چاودیدونکو توکو ډیپو هم د نوموړو هوایی بریدونو په نتیجه کې په نښه او له منځه وړل شوی دی.

د یادونې ده، چې د یادو عملیاتو او هوایی بریدونو پرمهال ملکي وګړو ته کوم زیان ندئ اوښتی.




t