د انوش عنبر نوی غزل

د انوش عنبر نوی غزل

خوږه له شاتو ده، هغه که د هر چا مـور ده
د جنتونو فريښته، خو په ريښتيا مـور ده
.
بیګاه مې جنګ وکه، د ورور سره، د مور په سر
ما ويل زما ده او هغه ويل زما مـور ده
.
خدايه که اخلې ما له خپلې مور نه مخکې واخله
په ما له خپله ځانه ګرانه هم زما مور ده
.
چې يوه ورځ نه وي په کور کې ژوند نیمګړی ښکاري
زما ډیوه د ژوندانه زما رڼا مـور ده
.
په سر مې مچې کړي او زړه پورې مې کلک ونيسې
د شهید ځوی مینه په ما ماتوي دا مـور ده
.
عنبره درد په ما دی زه دومره خفه نه یمه
زما په حال له مانه ډیره وارخطا مور ده
…………..




t