د عبدالله انوار ملاقات! عبدالغفور لېوال

د عبدالله انوار ملاقات! عبدالغفور لېوال

کلونه پخوا مې د ابن سینا د فیلوسوفي افکارو په اړه د عبدالله انوار یوه په زړه پورې لیکنه لوستلې وه، د دغه دودیز فیلوسوفي پوه په نورو لیکنو پسې وګرځېدم، خبر شوم، چې پر دانشنامه علايي او الاشارات والتنبیهات یې هم شرحې کښلي دي، د غزالي پر مقاصد الفلاسفه او شیخ اشراق شهاب الدین سهروردي یې هم کار کړی دی، د سنت اګوستین پر خدايي واکمنۍ او د ارستو پر میتافزیک یې شننې لیکلي او ګڼ نور فیلوسوفیک متون یې راسپړلي دي. ما یې ایله دوه لیکنې په ځینو زړو مجلو کې وموندلې، چې یوه یې په درې برخو کې خپره شوې رساله وه.
هغه کلونه مې د ده ژوند لیک راپیدا کړ او کتل مې چې پر ۱۳۰۳ لمریز کال زېږېدلی دی، باور مې دا و چې ارواښاد به خامخا له نړۍ تللی وي.
تاسو پوهېږئ، څه پېښ شول؟
تېر ماښام، په یوه فرهنګي غونډه کې ویاندې ناڅاپه د ده نوم واخیست، په خورا عزت یې یاد کړ او بیا یې دریځ ته راوغوښت… حیران شوم، څه ګورم؟ چې سړی ژوندی دی او په پینځه نوي کلنۍ کې یې پر دریځ خورا منسجمې او راټولې خبرې وکړې.
تر غونډې روسته ورغلم، ورته ومې ویل: زه د افغانستان یم او ستاسو پلانۍ لیکنه مې موندلې و لوستلې ده، په خوږه خندا راته شین شو، په ملګرتیا یې راسره خبرې وکړې او د څو لویو افغان لیکوالو او پوهانو نومونه یې راته یاد کړل. په زړه راننوت او په دې عمر کې یې دومره منظم ذهن او حافظې حیران کړم.
ریښتینې پوهه ژوند دی! او د دې خبرې ژوندۍ بېلګه ښاغلی عبدالله انوار دی، چې د شرقي عرفان او لویدیزې فیلوسوفي له ګڼو ګلونو یې لمن ډکه ده.




t