کندهار:د ځمکي پرسر د کلونو جګړه ختمه سول

کندهار:د ځمکي پرسر د کلونو جګړه ختمه سول

د میانشین د ولسوال په منځګړیتوب د یادي ولسوالۍ د زمتو او سرناوې اوسېدونکو تر مینځ د کلونو جنجال حل سو

د کندهار ولایت د میانشین ولسوالۍ د زمتو او سرناوې اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې پر سر د کلونو راهیسي جنجال روان وو، چي بالاخره د میانشین د ولسوال په منځګړیتوب یاد جنجال ختم سو او ځمکه د عام‌المنفعه ابادۍ لپاره وقف سوه.

د میانشین ولسوال نجیب‌الله حیات وایي، د ملکي او نظامي مسؤلینو، علماوو، مشرانو او ځوانانو په ګډون یې د یادي سیمي له مشرانو سره وکتل او په ترڅ کي دواړو ښکېلو لوریو د پرېکړې واک ورکړ.

حیات وايي، د طرفینو په خوښه یې پرېکړه وکړه، چي نور باید د یادي سیمي خلک د ځمکي پر سر جنجال په سوله بدل کړي او مځکه دي د عام‌المنفعه ځایونو لپاره وقف سي، چي د ضرورت له مخي به ورباندي ښوونځۍ، کلینیک، مدرسه، مسجد او یا هدیره ورباندي جوړه سي.

ښکلېو لوریو د ولسوال او نور مسؤلینو د پرېکړې هرکلی کړی او تر خپل مینځ یې روغه جوړه وکړه.




t