د هند شبه جزیرې لپاره د القاعدې مسوول عاصم عمر څوګ وو؟

د هند شبه جزیرې لپاره د القاعدې مسوول عاصم عمر څوګ وو؟

عمر عاصم هند لپاره د القاعده ترهګرې ډلې مسوول په داسې حال کې چې طالب لوړ پورو چارواکو سره د هلمند په موسې قلعې کې پر خبرو بوخت وو افغان ګدون ځواکونو لخوا ووژل شو.
خو اصل سوال دادې چې عاصم عمر څوګ وو؟
عاصم عمر رهبر بخش شبه قاره هند القاعده کی بود ؟
عمر عاصم چې د هند په اترپردیش کې زیږیدلې او ابتدایي زده کرې یی په یاد ایالت که ترسره کړي ایمن الظواهري لخوا په ۲۰۰۴ کال کې د هند شبه جزیرې لپاره د القاعدې مسوول په توګه وټاکل شو، چې له ابتدایي زدکړو وروسته نورو تعلیماتو په موخه دیو بندي مدرسې که په زده کرې بوخت شو.
نوموړي په ۱۹۹۰ کال کې له دیو بندي مدرسې څخه له زده کړې وروسته د پاکستان جمعه علوم اسلامیه او له هغې وروسته په خیبر پښتونخواه کې د حقانیې دارالعلوم غړیتوب چیرته چې د پاکستان تندروي جهادیان له هغې فارغ شوي لاسته راوړه.
نوموړې د زده کړو پر مهال افراطیت له امله د پاکستان په مدارسو کې مشهور کس وو او په ورته وخت کې یې د کراچې په یوې مدرسې که د معلمې وظیفه مخته بیوله او د اردو مطالبو ژباړه یې هم کوله.
ویل کیږي نوموړي په افغانستان کې د القاعده ترهګړې ډلې مشر اسامه بن لادن سره هم لیدلي او د اسامه بن لادن فرمان سره سم د حرکت الجهاد الاسلامیه غړیتوب ترلاسه کړې چې یاد حرکت په پاکستان او هند کې د جلب او جذب مسوولیت درلوده.
نوموړي یاد دوران پر مهال د القاعده ترهګرې ډلې نامتو مسوول الیاس کشمیري سره هم روابط درلودل چې وروسته رسنیز شول.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د هندوستان استخباراتي شبکه هم د نوموړي په لټه کې ۱۴ کاله ضایع کړي وو چې د یاد استخباراتو په نتیجه کې مړ ثابت شوې وو.
د یادونې وړ ده چې د نوموړي فامیل له هغې وروسته هغه سره خپل ارتباطات قطع ګړل چې پوه شول عاصم عمر له ترهګړو سره اړیکې لري او ترهګریزو کړنو کې هم لاس درلوده.
نوموړې له هغه وروسته ډیر مشهور شو د القاعده ترهګرې ډلې تبلیغات یې له ویدیو او تصویرونو له لارې مخته وړه او جهاد ته لیوالټیا په موخه یې څلو ګڼه کتابونه هم بازار ته عرضه کړل.
نوموړې په ۲۰۱۴ کال کې امریکا لخوا د ترهګرو په تور لیست کې شامل شو
سپوږمۍ پوپلزۍ




t