آب بند کې (۶) وسله وال ووژل شول

آب بند کې (۶) وسله وال ووژل شول

د غزني ولايت د آب بند ولسوالۍ اړوندو کې تيره شپه د ائتلاف هوايې ځواکونو په بريدونو کې شپاږ (۶) تنه وسله وال طالبان ووژل شول، په يادو هوايې عملياتو کې ملکي کسانو ته ﺯيان ندى اوښتى.
د یو بل خبر له مخې:
د ملي امنيت د ۷۰۳ قطعي منسوبينو تيره شپه د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ اړوند په علي شيرخيل سيمه کې د طالبانو پر يوه مرکز عمليات ترسره کړل چې وسله وال له سيمي په تيښته بريالي شوو خو پنځه عرادي موټر سايکلونه يې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلل چې په سيمه کې له منځه يوړل شول.




t