ماین چاودنه کې ۱۱ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ماین چاودنه کې ۱۱ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

طالبانو په فاریاب او غور کې ۱۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې.

پرون غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د یو موټر درې سورلۍ په شهادت رسېدلي او درې نور ټپيان شوي دي.

په همدې حال کې د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې هم د طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله هم دوه ملکي وګړي شهیدان شوي او درې نور ټپيان دي.

امنيتي مسؤلين وايي، طالبانو په وار وار د ملکي مرګ ژوبلې او د ترهګریزو پېښو د ترسراوي په هدف د سړک پر غاړه ماینونه ځای پر ځای کړي، څو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واړوي؛ خو امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې ماینونو د شنډولو له امله له دې ډول ۹۰ سلنه پېښو مخنیوی کړی دی.




t