پېښور کې پر افغان مارکېټ ملي بيرغ ورپول شو

پېښور کې پر افغان مارکېټ ملي بيرغ ورپول شو

افغان سفیر پہ پېښور کې پر افغان مارکېټ ملي بيرغ بیرته ورپاوہ

پہ پېښور کې د افغان حکومت (افغان ملي بانک) ملکیت، چې پہ افغان مارکېټ پېژندل کېږي، د ځمکې مافیا او غاصبینو ورباندې دعوی کړ‎ې وہ، تېرہ شپه یې په سلګونو پاکستاني پولیسو او حکومتي چارواکو په غیر قانوني توګه لہ ھټیوالو څخه د ځمکې د غصب او مافیا ډلې ته د سپارلو کوښښ وکړ‎؛ د افغان مارکېټ دوکانونو ته قفلونه واچول او د مارکېټ له سرہ یې افغان ملي بیرغ را کښته کړ‎.

د پاکستاني پولیسو او حکومتي چارواکو دا چارہ له ټولو نړ‎یوالو اصولو او ډيپلوماټیکوعرفونو سرہ په ټکر او د افغان ملي نښان ته سپکاوی دی.

افغان لوی سفیر شکراللہ عاطف مشعل او ورسرہ ډيپلوماټانو د ھمدې لانجې د ھواري او څېړلو په موخه نن له غرمې وروسته پېښور ته سفر وکړ‎؛ په دې تړ‎او یې د رسنیو د استازو پر وړ‎اندې د افغانستان اسلامي جمھوري دولت دریځ روښانه او افغان ملي بیرغ بیرته د یاد مارکېټ پر سر ورپاوہ.

لوی سفیر په خپلو خبرو کې زیاته کړ‎ہ چې دې چارې تہ باید د افرادو تر منځ نه، بلکې د دولتونو تر منځ د مسئلې په توګه وکتل شي او پہ ډاګه یې کړ‎ہ چې که د پاکستاني چارواکو دا چارہ بیا ځلې تکرار شي، افغان حکومت به په پېښور کې خپله قونسلگري د اعتراض په توګه وتړ‎ي.




t