د سولې ولسي حرکت: بين الافغاني خبرې دې پيل شي

د سولې ولسي حرکت: بين الافغاني خبرې دې پيل شي

د سولې ولسي حرکت د بین‌الافغاني خبرو د پیلولو غوښتنه وکړه

د سولې ولسي حرکت په یوې خپره کړې اعلامیه کې غوښتنه کړې چې د افغانانو په مالکیت او مشري دې د مذاکراتو لړۍ پیل شي.

دغه حركت ويلي، دا وړتيا لري چې د جګړې د ښکېلو لوریو په مشورې او د ملي، مذهبي او قومي مشرانو د ۵۰ كسيزې ډلې په هڅو د يادو لوریو وړانديزونه راټول او لويې عنعنوي جرګې ته وړاندې کړي، څو د افغانستان روانه غميزه په بشپړه توګه پاى ته ورسېږي.

د سولې ولسي حرکت ټينګار کوي چې له بين‌الافغاني خبرو پرته د افغان سولې لپاره بله لاره نه‌شته او له نورو لارو د سولې راتګ به تېرې تجربې بياځلي تکرار کړي.

دا په داسې حال كې ده چې افغان حكومت هم وايي، د سولې هڅې هغه وخت پايله وركوي چې طالبان اوربند وكړي او ورسره مخامخ خبرو ته كېني.

خو وسله‌والو طالبانو په هېواد كې جګړې او د بهرنيو هېوادونو له چارواكیو سره ليدنو ته دوام وركړى او له افغان حكومت سره د سولې مذاكراتو ته غاړه نه ږدي.




t