د کندهار د امنيتي وضعیت په اړه ناسته وشوه

د کندهار د امنيتي وضعیت په اړه ناسته وشوه

د چهارشنبې په ورځ د کندهار والي او نظامي شورا د رئیس حیات الله حیات په مشري د نظامي مجلس اوونیزه غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان، د ملي امنیت رئیس، د امنیه قومنداني د امنیت امر، په جنوب کي د قاطع ملاتړ ماموریت قومندان جنرال براون او یو شمیر نورو خارجي نظامي مسؤلینو ګډون کړي وو.

په غونډه کي لومړي کندهار والي حیات الله حیات د نظامي شورا غړو او قاطع ملاتړ ماموریت له همکارانو مننه وکړه، چی د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره یې د امنیت په ټینګښت کي خپل مسؤلیت ادا کړ او بشپړه همکاري يې وکړه.

ښاغلي حیات د ټولو نظامي مسولینو مننه وکړه، چي د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره بشپړ امنیت تامین کړي وو او خلکو په ډاډه زړه ګډون وکړ.

په غونډه کي د ښار او ولسوالیو په کچه د امنیتي وضعیت ارزونه وسوه او پر مهال یې د دښمن د ځپلو په موخه نوي پلانونه هم شریک سول، تر څو ولس ته د ارام ژوند زمینه مساعده سي.

په غونډه کي پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبري وسوې او د حل په موخه یې لازم تصمیمونه ونیول سوه.




t