ننګرهار، خوست او لوګر کې له درېیو خونړیو پېښو مخنیوی شو

ننګرهار، خوست او لوګر کې له درېیو خونړیو پېښو مخنیوی شو

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې له یوې خونړۍ ماین چاودنې مخنیوی شوی دی.

طالبانو د خوګیاڼو – جلال اباد ښار پر عمومي سړک د ملکي مرګ ژوبلې په موخه یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د خوګیاڼو ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.

همداراز طالبانو د خوست ولایت د مرکز په اړوند خوست لوبغالي ته څېرمه په یوه موټرسایکل کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لخوا کشف او شنډ شول.

کورنيو چارو وزارت وايي، له دې سره طالبانو د لوګر ولایت د مرکز په اړوند زرداد کلا سیمه کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.




t