سرپل: نهه دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرپل: نهه دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرپل کې نهه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه د سرپل ولایت په مرکزي سیمو کې له طالبانو سره نښتي.

د يادې نښتې په ترڅ کې يې د طالبانو د یوه کلیدي ماین جوړوونکي غړي په ګډون درې طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.




t