جلال اباد ښاروال د مشتریانو ستونزې واوریدې

جلال اباد ښاروال د مشتریانو ستونزې واوریدې

جلال اباد ښاروالۍ کې په لومړي ځل د مشتریانو ستونزې د مشتریانو په څانګه کې واوریدل شوې .
د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن په مشرۍ د ښاروالۍ د بېلابېلو څانګو مسؤلینو تېره ورځ د مشتریانو لپاره په جوړ شوي ځای کې په لومړي ځل د مشتریانو ستونزې په مستقیم ډول واوریدې .
حسن وایي، تر دې وروسته هره چهارشنبه د ښاروالۍ د مشتریانو په څانګه کې د ښاریانو ستونزې د ښاروالۍ د نورو منسوبینو سره یو ځای په مستقیم ډول اوري.
هغه زیاته کړه، د ښاریانو او ښاروالۍ ترمنځ د واټن د لمنځه وړلو په موخه به ډیر ژر ناحیو امرینو ته هم لارښوونه وکړي چې د خلکو ستونزې په مستقیم ډول واوري.
په همدې حال کې د جلال اباد ښاروالۍ څلورمې ناحیې مسولینو د یادې ناحیې اړوند بیزاکمالاتی د ګذر مشرانو او مخورو سره د پاکۍ محصول د تحویلۍ او عوایدو د لوړوالي په موخه غونډه ترسره کړې چې د سیمې خلکو له لورې په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی .




t