شاردا کپور: ”په ملمستیاوو کي کډون مي هیڅ نه خوښیږي‟

شاردا کپور: ”په ملمستیاوو کي کډون مي هیڅ نه خوښیږي‟

د بالیووډ ښکلې، نوموتي او ځوانه سېنمايي ستورې شاردا کپور په داسي حال کي په ملمستیاوو کي ګډون ډير کم او یا هیڅ ګډون نه کوي، چي هر سېنمايي ستوری یا ستورې د شهرت موندولو او یاد د نورو د توجه د جلبولو لپاره په مختلیفو ملمستیاوو کي نه یوازي چي ګډون کوي، ډانس او اکټینګ هم کوي. شاردا وايي نه يي خوښيږي په ملمستیاوو کي کډون وکړي.

شاردا کپور د بالیووډ یوه تکړه ستورې ده هغه په رقابت هیڅ باور نه لري، هغه وايي هغه له هیچا سره سیالې نه کوي. هغه باور لري چي فرصتونه ډير دي او سېنمايي لوبغاړي هم زیات دي او د هر یوه لپاره ځاي سته. هغه وايي هغه خپل پر کار باندي تمرکز کوي او د نورو کارو لپاره وخت نه لري.

نوموړې هندي رسنیو سره خبرو کي ویلي دي: (( کله چي خلک له ما په ملمستیاوو کي د کډون خواهیش کوي، زه ورته نه وايم. ځکه زه غواړم پر خپل کار تمرکز وکړم. هغوي وايي تاسو بهر نه ځي، زه وایم دا ښه دي ځکه دا له ما سره مرسته کوي، پر خپل کار ډيرتمرکز وکړم.))

شاردا کپور وايي ملمستیاوو کي ګډون يي هیڅ نه خوښيږي

پا ته دي نه وي، شاردا کپور په دي ورستیو کي په څو کامیابو فلمونو لکه (ٌStreet Dancer 2) او (Sahoo) کي ښه کارګردګي کړي ده چي فلمونه يي ښه وځلیده. هغه د بالیووډ د پخواۍ فلمي اداکار شکتي کپور لور ده.



بالیووډ فلمي نړۍ
t