ولسمشر: د جمهوريت او د افغانانو د ښارندوۍ حقونو ساتنه زموږ لپاره سرې کرښې دي

ولسمشر: د جمهوريت او د افغانانو د ښارندوۍ حقونو ساتنه زموږ لپاره سرې کرښې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د امریکا متحدو ایالتونو له سناتورانو مېرمن مګي هاسن او کرس ون هولن سره په کتنه کې د افغانستان پر امنیت، سولې او انکشاف بحث او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، امریکایي سناتورانو په بریالي ډول د جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدو له امله افغان حکومت او خلکو ته مبارکي وویله او د ټاکنو ترسره کېدو لپاره یې د حکومت ژمنتیا او په دې پروسه کې د خلکو ګډون وستایه، هغه یې د ولسواکۍ بنسټونو د تحکیم لپاره ارزښتناکې وبللې.

یادو سناتورانو د اقتصادي ودې، اصلاحاتو او عوایدو زیاتېدا په برخو کې د افغان حکومت لاسته راوړنې وستایلې او د ټاکنو پروسې د امنیت تامین لپاره یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو قدرداني وکړه.

جمهوررئیس غني د امریکا متحدو ایالتونو سناتورانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانستان سره د هغوی د همکاریو او ملاتړ مننه وکړه. هغه د افغان حکومت او خلکو په استازولۍ د هغو امریکایي سرتېرو له کورنیو سره غمشریکي وکړه چې غړي یې د افغانستان په جګړه کې قرباني شوي دي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، افغانستان له ۲۰۰۱ کال وروسته د نړیوالې ټولنې په همکارۍ د نوي جوړولو او بیارغاونې نوی څپرکی پیل کړ چې له امله یې لویې لاسته راوړنې لري. هغه لاره چې افغانانو انتخاب کړې، پرشاتګ په کې نشته. هغه زیاته کړه، افغانستان د ځان بسیاینې په برخه کې لوی ګامونه پورته کړي او زموږ غوښتنه دا ده چې د نړیوالې ټولنې د مرستو سیاست په سوداګریزو اړیکو بدل شي.

جمهوررئیس غني وویل، افغان حکومت او خلک د جمهوري نظام دوام او هغې باعزته او پایداره سولې ته رسېدو ته ژمن دي او ورته کار کوي چې د افغان دولت په مالکیت او رهبري وي. هغه زیاته کړه، سوله د افغان حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري، خو هغه سوله چې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لامل شي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، په تېرو دوو کلونو کې د جمهوریت او باعزته سولې موضوع په یوه ملي بحث بدله شوې ده، افغانان په مسئولو اوسېدونکو بدل شوي، د افغان ټولنې قوت تر پخوا ډېر زیات شوی او ښځې د سولې په بحث کې عمده رول لري.

هغه زیاته کړه، موږ داسې سوله غواړو چې دغه ټول ارزښتونه په کې خوندي پاتې شی




t