شيخ زايد پوهنتون کې کادري روغتون پرانيستل شو

شيخ زايد پوهنتون کې کادري روغتون پرانيستل شو

په هغه غونډه کې، چې په دې اړوند جوړه شوې وه، د خوست والي محمد حلیم فدايي د شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون د فعالیدو په تړاو وویل: «د کادري روغتون فعالیدل زموږ د کارونو په سر کې ځای درلود، چې له نیکمرغه نن یې د پرانیستلو شاهد یو».

د نوموړي په وینا د کادري روغتون د دوامداره بريښنا ستونزه په عملیاتي پلان کې شامله ده، چې یاده ستونزه به هم ژر تر ژره حل شي.

د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل آریوبي په خپلو خبرو کې د دې پوهنتون کادري روغتون له پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او ويې ویل: «د روغتون تجهیزات ۸،۷ میلیونو ډالرو په لګښت د عربي متحده اماراتو لخوا مرسته شوي، چې په لوړ کیفیت او نړیوال معیارونو پیریدل شوي دي.

د کادري روغتون سرطبیب پوهنمل تاج ملوک صمیم وویل، چې دغه روغتون به د مریضانو پرمخ د سهار له ۸ ترمازدیګر ۴ بجو د (OPD) په څانګه کې فعال وي او د کال په بهیر کې به د ۲۴ ساعته بریښنا په شتون کې ۵۰ بستریز خدمات پیل کړي.

نوموړي یاد روغتون د تجهیزاتو له پلوه د زون په کچه یو مجهز روغتون یاد کړ او زیاته یې کړه، چې دغه روغتون به نه یوازې د خوستوالو لپاره بلکې، د پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو ته هم خپل روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د کادري روغتون ودانۍ نږدې نهه کاله دمخه جوړه شوې وه خو د یو لړ ستونزو له امله د دغه روغتون فعالیدل ځنډول شوي وو. تمه ده چې د کادري روغتون ( OPD) څانګې ترڅنګ نورې څانګې هم ډیر ژر فعالې شي.




t