هلمند کې د د ماین جوړونې یوه ډیپو کشف او له منځه یوړل شوه

هلمند کې د د ماین جوړونې یوه ډیپو کشف او له منځه یوړل شوه

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د ۶۰۱ کنډک لویې لارې په وزیر مانده سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي.

د کورنيو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړونې یوه ډیپو کشف او له منځه وړل شوی.

سرچينه زياتوي، د دې عملیاتو په لړ کې د طالبانو ۱۸ کړۍ بېلابېل ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.




t