کندهار ښاروال د ګونديګان سړک کار افتتاح کړ

کندهار ښاروال د ګونديګان سړک کار افتتاح کړ

کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات د کندهار ښار د اتمي ناحيې د ګونديګان سړک د قيرريزي کولو پروژه په رسمي توګه د پټۍ په پرې کولو سره پرانيسته.

ښاغلي حيات وويل، دغه سړک ۱۴۰۰ متره اوږدوالی او ۸ متره بر لري، چي په پاخه او اساسي ډول به قيرريزي کړل سي. ښاروال زياته کړه چي په دې پروژه کي د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د چرۍ جوړول هم شامل دي.

د نوموړي په وينا، پر دې پروژه ديارلس مليونه څلور سوه يو نيوي زره نهه سوه او پنځوس (۱۳۴۹۱۹۵۰) افغانۍ لګښت راځي، چي د کندهار ښاروالي له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کېږي. د دغه سړک ساختماني چاري عطائي ساختماني شرکت ته سپارل سوي دي.
کندهار ښاروال د سيمي خلکو ته د دغي پروژې د کار د پيل له امله مبارکي وويل او له پلي کوونکو څخه يې وغوښتل چي کيفيت ته يې په جدي توګه پاملرنه وکړي. ښاروال دغه راز د سيمي له خلکو وغوښتل چي نه يوازي د دغي پروژې له کار څخه نظارت وکړي، بلکي ګټي اخيستني ته تر سپارل کېدو وروسته هم د خپلو دا ډول عام المنفعه پروژو؛ په ځانګړي ډول سړکونو ساتنه وکړي.
د اتمي ناحيې د خلکو استازي غلام سخي مرادي د ګونديګان د خلکو په استازيتوب له کندهار ښاروال څخه مننه وکړه چي په نه امکاناتو د ښار هر کونج و کنار کي دا ډول بنيادي پرمختيايي کارونه کوي. ښاغلي مرادي پر کندهار ښاريانو ږغ وکړ چي د ښاروالي صفائي او نور محصول پر وخت تحويل کړي، تر څو دغه خدماتي ارګان د خپلو زيربنائي خدماتو لمن د ښار هري ګوښې ته ورسوي.




t