کندهار ښاروالي د سړکونو پينه کاري پيل کړه

کندهار ښاروالي د سړکونو پينه کاري پيل کړه

کندهار ښاروالي د روان مالي کال له پرمختيايي پلان سره سم د کندهار ښار په مختلفو سيمو کي ۶۰۰۰ متر مربع کنډوکپر سړکونه پينه کاري کوي.
کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات  د دغي پروژې د کار د پرانيستني پر مهال وويل چي پر دغه پروژه شپږ مليونه او درې سوه زره (۶۳۰۰۰۰۰) افغانۍ لګښت راځي، چي د کندهار ښاروالي له انکشافي بودجې څخه ورکول کېږي. دا پروژه السيف های وې ساختماني شرکت پلې کوي. کندهار ښاروال هيله څرګنده کړه چي د دې پروژې له پلي کېدو سره به د کندهار ښار د پلان کي شاملو کنډوکپر سړکونو پينه کاري وسي، ښاري چاپېريال به ورسره سم سي، ښاريانو ته به سهولت برابر سي او تر ټولو مهمه لا دا چي د دغو سړکونو د نور تخريب مخه به هم ونيول سي.

کندهار ښاروال پر خلکو ږغ وکړ چي له خپلو ښاري سړکونو څخه په سمه توګه استفاده وکړي او د تخريب لامل يې و نه ګرځي، ځکه په وينا يې، د دا ډول زيربنائي پروژو پلي کول ډېر لګښت غواړي او ښاروالي دا مهال هومره مالي امکانات نه لري.




t