پوځي عمليات؛ د هلمند يو شمېر سيمې له مخالفينو پاکې شوې

پوځي عمليات؛ د هلمند يو شمېر سيمې له مخالفينو پاکې شوې

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ او د ۶۰۱ کنډک لویې لارې اړوند په وزیر مانده سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې ۱۱ طالبان وژلي او ۶ نور یې ټپيان کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د نهرسراج ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د تصفیوي عملیاتو په لړ کې ۸ طالبان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي او همداراز همدې ځواکونو په وزیر مانده سیمه کې هم د عملیاتو پرمهال ۳ طالبان وژلي دي.

د یادونې ده چې په یادو تصفیوي عملياتو کې د طالبانو یو شمېر پټنځایونه له منځه وړل شوي، يو شمېر سيمې له وسله والو پاکې شوي دي او افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته پکې کوم زیان ندی اوښتی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.




t