هلمند کې ۴۷۷ تنه ساتنمنان او سرتیري تر پوځې زده کړو وروسته فارغ شول

هلمند کې ۴۷۷ تنه ساتنمنان او سرتیري تر پوځې زده کړو وروسته فارغ شول

د شهید عبدالجبار قهرمان د پولیسو د تربیوي مرکز څخه نن یاد شمېر سرتیري له زده کړو فارغ شوه چي د فراغت مراسمو کې يې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ترڅنګ د هلمند امنیه قوماندان سمونمل احسام الدین هلمندی، د ولایتي شورا ریئس عطاالله افغان او یو شمېر نورو مسولینو هم ګډون کړی وو.

دپولیسو د اکاډمۍ قوماندان سمونمل عبدالباقي سخي زاده وویل: یادو سرتیرو ته څلور میاشتنۍ فوځي زده کړي ورکول شوي ترڅو په مرکز لښکرګاه ښار او ولسوالیو کي د دندي اجرا پرمهال ترې ګټه پورته کړي.

هغه وویل په دې نويو تازه فارغه شوو کسانو کې ۵۰ تنه ساتنمنان او پاته نور يې سرتیري شامل وه.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د فراغت په دې مراسمو کي د خبرو پرمهال وویل: پولیس د ټولنې خدمتګارانو دي او په دې خوښ دی چي په مسلکي زده کړو سمبال ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندي کیږي.

ښاغلي یاسین خان د ټولو امنیتي ځواکونو قرباني هم وستایله چي د خپلې خاوري په ساتنه کې يې ورکړې او د هغه کورنیو يې هم ستاینه وکړه چي خپل اولادونه يې د افغان ځواکونو لیکو کې د خدمت په موخه وړاندي کړي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان زیاته کړه: ټول فارغه شوي سرتیري او ساتنمنان باید د ښوونکو له لوري د ورکړل شوو زده کړو او مهارتونو څخه د دندي د اجرا پرمهال ګټه پورته کړي.

همداشان د هلمند ولایتي شورا ریئس عطاالله افغان د خبرو پرمهال وویل: ولس پر خپلو ځواکونو باور لري او په دې ورستیو کې ورسره پوره همکاره پاته شوي.

هغه زیاته کړه: نوي تازه فارغه شوي ساتنمنان او سرتیري دي د عامو ولسونو سره غوره چلند غوره کړي ترڅو لاهم د ولسونو ملاتړ تر لاسه کړي.




t