د افغانستان په يو شمېر سيمو کې د لونګۍ ورځ ونمانځل شوه

د افغانستان په يو شمېر سيمو کې د لونګۍ ورځ ونمانځل شوه

د افغانستان د مرکز کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې د لونګۍ نړيواله ورځ د ځوانانو، مدني فعالانو او فرهنګپانو لخوا ونمانځل شوه.

دپګړۍ د ورځې لمانځغونډې ته یوشمیر وینا کوونکو دپښتون قوم رواجونوته په درناوي ټینګاروکړ او ویلي دي هیچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې دپښتنو رواجونوته په کم نظر وګوري.

په قومي او سیاسي چارو کې دافغانستان د ولسمشرسلاکارضیاالحق امرخیل دلونګۍ دنړیوالې ورځې غونډې ته وویل دپښتون قوم دوژلو او دهغوی کلتور دله منځه وړولو هڅې رواني دي خوپه خبره یې دامهال پښتون ولس بیداره شوی او دښمن نه شي کولی چې خپلو موخو ته ورسیږي.

دغه راز پر ټولنيزو شبکو سلګونه ځوانانو د بګړۍ سره خپل انځورونه خپاره کړي وو او بګړۍ يې افغاني غرور، وياړ او ملي سمبول په نوم ياده کړې.




t