افغان سوله کې ځوانان رغنده رول لرلی شي

افغان سوله کې ځوانان رغنده رول لرلی شي

 دغه څرګندوني د پنج شنبې په ورځ مرستیال والي حاجي اغالالي دستګیري د ملګرې ملتونو دفتر حوزوې مسؤل روبین کالپین سره د سولي تر عنوان لاندي په جوړ سوي مجلس کي وکړې چي پر مهال یې قومي مشران، علماء او د ملګرې ملتونو (UNAMA) دفتر د سیاسی چارو حوزوي مسؤله اغلې میکلون هم ګډون درلود.

 ښاغلي روبین، چي یاد مجلس رابللی وه و برخوالو ته د یاد مجلس موخه د سولي په برخه کي پیشنهادونو، مشورو او وړاندیزونو شریکول یاد کړل, د هغه په وینا: ملګرې ملتونه (UNAMA) به هیڅکله د افغان سولي له پروسې څخه لاس وانخلئ او زیاته یې کړه:

“د افغان سولي په برخه که موږ ژر و نه توانېږو حداقل د دایمي اوربند لپاره ستاسو په همکارې کار کولای سوه”.

 په یاد مجلس کي مرستیال والي حاجي اغالالي دستګیري د ملګرو ملتونو له هڅو څخه د سولي په برخه کي مننه وکړه او وویل: “افغان سوله دغه وخت یو نړیوال بحث ګرځیدلی او په دې برخه کي د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد د سولي په برخه کي (۹) دوره خبرې اترې له طالبانو سره وکړې؛ ولي تینګار پر بین الفغاني خبرو وسوه او دا د ټول افغانانو غوښتنه وه/ده.

 هغه همدارنګه وویل: “د سولي په برخه کي په محلي سطحه د قومي مشرانو، علماء او متنفذینو را داخلول د سولي په برخه کي مؤثره ثابتېدلای سي”، د هغه په وینا: “ډیر علما لا تر اوسه د سولي له یادې پروسې څخه لیري پاته سوي چي باید را داخل سي او شتون یې مهم دی”.

 ښاغلي دستګیري د سولي په خبرو اترو کي د انسان ژوند ته ارزښت ورکول مهم وبله او د سولي د خبرو اترو پر مهال یې پر اوربند ټینګار وکړ، هغه همدارنګه د قانون حاکمیت، د افغانانو د ژوند سطحي لوړول او د افغانستان اړیکي له نورو ممالکو سره باید څنګه و اوسې؟

 هغه موضوعات یاد کړل چي باید پرې بحث وسي. په یاد مجلس کي نورو برخوالو هم له خپله اړه د سولي پر ارزښت او اهمیت خپل نظریات او پیشنهادونه وړاندي کړل.




t