سرپل کې د ماین چاودنې مخنیوی شوی

سرپل کې د ماین چاودنې مخنیوی شوی

په سرپل ولایت کې د یوه ځای پرځای شوي ماین د چاودنې مخنیوی شوی دی.

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، نن سهار یوه حلقه ماین چې د سرپل مرکز اړوند ګولای تخته سیمه کې په عمومي لاره کې ځای پرځای شوی وی، کشف او له منځه وړل شوی دی.

حکومت ویلي دا ماین وسله والو طالبانو ځای پرځای کړی و څو ملکي وګړي پرې ووژني، خو هدف ته ونه رسیدل.

باید وویل شي چې دا دریم ماین دی چې په یاده سیمه کې د پولیسو له لورې کشف او له منځه وړل کیږي.

 



افغانستان خبرونه سرپل ماین مرکز
t