افغان کاروباريان ولې په داخلي بازارونو کې ماتې خوري؟

افغان کاروباريان ولې په داخلي بازارونو کې ماتې خوري؟

ډېری افغان کاروباريان مني چې په کور دننه سوداګريز بازار کې يې د بهرنيو توکو پر وړاندې ماتې خوړلې،دوی ددې ماتې اصلي لامل د ډمپينګ سياست په ګوته کوي چې د بهرنيو سوداګرو او ګاونډيو هيوادونو لخوا پر مخ وړل کېږي.
زمونږ ګاونډي هېوادونه په لوی لاس په نړيوال بازار کې د خپلو توکو قيمت په لويه کچه راټيټوي حتی که د دوی په تاوان هم وي،تر څو نور کاروباريان د بازار څخه تېښتې ته اړ کړي،چې دغې چارې ته ډمپينګ پاليسي ويل کېږي.
زمونږ ګاونډي هېوادونه زمونږ په داخلي بازارونو د انحصار په خاطر دا چاره پرمخ وړي،کله چې افغان کاروباريان ماتې وخوري او له بازاره ووځي نو دوی بېرته د همدغه توکو قيمتونه څو چنده لوړوي ځکه چې په بازار پوره کنټرول يې لاس کې وي.
زمونږ دولت ته په کار دي چې د بهرنيو کاروباريانو ددغه ناوړه پاليسيو مخه ونيسي،دولت بايد په دغه برخه کې په بهرنيو توکو لوړې ماليې وضع کړي،که د ماليې په لوړولو سره بيا هم هغوی دغه پاليسي پرمخ وړله نو بيا بايد هېڅ اجازه ورنه کړل شي چې زمونږ هېواد کې کاروبار پرمخ يوسي.
بله دا چې زمونږ دولت بايد د داخلي توليداتو ملاتړ وکړي،افغان توکو او توليداتو باندې بايد ماليه بيخي کمه کړي او تر څنګ يې بايد هغوی سره بلاعوضه مرستې وشي او هر ډول سهولتونه ورته بايد برابر شي.
دا چې د کورنيو توليداتو څخه د ګټې اخيستو په صورت کې نوموړې پيسې بېرته زمونږ په ټولنه کې پاتې کېږي او ګټه يې زمونږ ټولنې او دولت ته رسي نو عوامو ته بايد په دغه برخه پوهاوی ورکړل شي تر څو د بهرنيو توکو پر ځای داخلي توکي او توليدات واخلي!

جاوید شینواری



افغانان لیکنه کاروبار
t