اریان خان: ”بشپړ غني افغانستان ترانې ته په تمه اوسي‟

اریان خان: ”بشپړ غني افغانستان ترانې ته په تمه اوسي‟

د افغان سېنما وتلی سېنمايي ستوری او خوږ اواز لرونکی سندرغاړی اریان خان وايي، د غني رهبر قدر وپېژني. هغه په خپله فیسبوک پاڼه کي لیکلي دي، په ژوند د غني رهبر قدر وپېژني، که خدای مه کړه، کله يي د نورو اتلانو په څېر له لاسه ورکړو، بیا نو انځور یي په سینه پوري نیول به څه ګټه ولري؟

د افغانستان یاد تکړه سندرغاړی چي څیره يي د بالیووډ د نوموتي ستوری شاه روخ خان ته ورته دي، د افغان شاه روخ خان په نوم په خپلو مینوالو کي هم خاص شهرت لري، وايي د بشپړ غني ترانې (غني افغانستان) وېډيو ته په تمه اوسئ،. وايي دا لا تر اوسه د فلم سردی، کیسه پای ته نه ده رسېدلې. تر اوسه مي یوازې د ترانې لنډیز د ( ژوند غني، جنون غني، سترګې او نظر غني) له ټکو سره خپور کړی دی او پوره ترانه به ډېر ژر له نوښتونو سره وګورئ.

نوموړی ویلي دي:(( زما د نوي سندرې طرحه د ژوندیو مشرانو په ژوند ستاینه، یووالی، سوله او د هېواد د تاریخي عظمت بیا را ژوندي کول دي، که چېرته یو سو، غني به سو، په امن او امان کي به ژوند پیل کړو او د غني افغانستان خاوندان به سو)).

اریان خان زیاته کړي ده: ((په افغاني ټولنه کي د یوه غني انسان د ستاینې تشه ښکارېده، ځکه مي د خپل احساس، جنون او ملي جذبې له مخي دې کار ته نیت وکړ او یوه هنري طرحه مي ورته جوړه کړه، چي بالاخره مي دا ستر ارمان پوره سو او په دې بریالی سوم. چي په ژوند یو غني انسان وستایم. دا غني رهبر په یووېشتمه پېړۍ کي هم د افغانستان غازي امان الله خان دی او هم میرویس نیکه او احمدشاه ابدالي)).

هغه دا هم ویلي دي، چي ترانه يي د کمپاین لپاره نه دی ویل سوی، غني رهبر ټوله دنیا پېژني، هغه هیڅ کمپاین ته اړتیا نه لري، دا غني ترانه زما د هنر په جامه کي د غني رهبر ستاینه ده، خلک په پاڼو کي لیکل سوي ستاینلیکونه ورکوي، خو هغه طریقه نوره بي هنره سوي ده، زه په نوي تګلاره د هنر په ناپایه سمندر کي د خپل مشر ستاینه په ټکو، نغمو او جذبو سره کومه.

اریان خان وايي د غني رهبر قدر وپېژني

که چیري د اریان خان یادي ترانې ته ښه متوجه سو نو دا اخذ به تري وکړو، چي هغه غواړي دا فرهنګ رامنځته کړي چي ویاړلي خلګ په ژوندني وستایي. ځکه افغانستان کي داسي یو فرهنګ دي چي د مرګ وروسته ویاړلي اشخاص ستایل کیږي او په ژوند ورته هیڅوک ارزښت نه ورکوي.

پاته دي نه وي، چي اریان خان تل د افغان تاریخ په هکله تل جذبي ښکلې سندري او ترانې ویلي دي او هم يي په ځینو افغاني فلمونو کي د افغان پولیس رولونه لوبولي دي، اريان خان د ملي ترانو او سندرو ترڅنګ اوس په يوه تاريخي او هنري فلم هم کار پيل کړى، چي د افغاني ټولنې يوه جالبه کيسه يې په کي رانغښتې ده.



افغان سېنما فلمي نړۍ
t