د خوست، پکتیا او پکتیکا د جلغوزیو حاصلات ۱۲ سلنه زیاته شوې

د خوست، پکتیا او پکتیکا د جلغوزیو حاصلات ۱۲ سلنه زیاته شوې

د خوست، پکتیا او پکتیکا د کرنې ریاستونو چارواکي د یادو ولایتونو د جلغوزیو د ځنګلونو تر ارزونې وروسته په روان کال کې د جلغوزیو له لس تر ۱۲ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس حفیظ‌الله شاه نوري د جلغوزیو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دی. ښاغلی نوري زیاتوي: «روان کال کې به ددې ولایت له ځنګلونو ۲۰ زره او ۱۶۰ ټنه جلغوزې لاسته راشي، دا په داسې حال کې ده، چې دغه شمېره تېر کال ۱۸ زره ټنه وه، چې دا شمېره ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیي.»

د خوست، پکتیا، پکتیکا، کنړ، لغمان، نورستان او کاپیسا ولایتونه د هغو ولایتونو په ډله کې دي،چې د جلغوزیو ډېر ځنګلونه په کې شتون لري. یوازې د خوست او پکتیا په ولایتونو کې کابو ۴۰ زره کسان په دې برخه کې په کار وبار او د جلغوزیو په راټولولو بوخت دي.

په همدې حال کې د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمددین مومند هم په دې ولایت کې د جلغوزیو د حاصلاتو د لس سلنې زیاتوالي خبر ورکوي. ښاغلي مومند وایي: «د پکتیا ولایت په ۱۴ زره هکټاره ځمکه کې د جلغوزې ونې اېښودل شوي، سږکال زیاتو ورښتونو او په ورته وخت کې د کرنې ریاست له خوا د عامه پوهاوی برنامې او د جلغوزیو ټولنې جوړول هغه کړنې دي، چې په دې برخه کې ډېر کټور وو؛ زه په دې باورم یم، چې په دې ولایت کې د جلغوزیو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لا ملونه همدا دي.»

د پکتیا د کرنې رییس د جلغوزیو د غوټو را شکولو په پار ددې ولایت پر بزګرانو د ۹۰۲ جلغوزیو غوټو د راشکولو عصري بیاتي ګانې وېشل ډېر کټور او غېزناک وبلل او زیاته یې کړه، چې دغه عصري بیاتي ګانې د راټولولو پر وخت تر ډېره د جلغوزیو د ضایعاتو مخه نیولې ده.

د پکتیا په ګاونډ پکتیکا کې هم دجلغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله ښه دي. ددې ولایت د کرنې چارسمبال مشر ابوبکر حقیار وایي: «د پکتیکا ډېری ولسوالۍ ځنګلونه پوښلي ددې ولایت ځنګلونه ۹۳ زره او ۳۵۷ هکټاره په شاوخوا کې اټکل کیږي، چې ددغو ځنګلو نو په ډله کې ډېری یې د جلغوزیو ځنګلونه دي.» د ښاغلي حقیار په خبره د پکتیکا ولایت د جلغوزیو له ځنګلونو څخه د کال لس تر ۱۳ زره ټنه جلغوزې راټولیږي.

د زعفرانو ترڅنګ جلغوزه هم د افغانستان له ارزښتناکو محصولاتو څخه شمېرل کیږي، چې په کورنۍ او بهرینو بازارونو کې ښه پلور لري او له دې لارې د جلغوزیو تولیدوونکو ته ښه عواید په لاس راځي.

دمګړۍ د هېواد په بازارونو کې د یوه کیلو جلغوزیو بیه له ۱۵۰۰ تر ۱۷۰۰ افغانۍ ده.

روان کال د جلغوزیو ۸.۲ میلیونه نیالګي اېښودل شوي دي.

هغه بزګران چې د جلغوزیو په ځنګلونو کې په کار بوخت دي وایي، چې سږکال د جلغوزیو حاصل ښه او د جلغوزیو ونې د تېرکال په پرتله ښه حاصل لري. د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ یوتن بزګر فرید چې د جلغوزیو په راټولولو بوخت دی وایي: «سږکال د جلغوزیو ونې ښه حاصل نیولي دي او په ټولو ځنګلونو کې د پکتیا د جلغوزیو حاصلات ښه دي او دتېرکال په پرتله زیات شوي دي.» د خوست د موسي خیلو ولسوالۍ یو تن بزګر ګل احمد تنی د جلغوزیو له سږنۍ حاصلاتو خوښ دی. هغه وایي: «حاصلات ډېر ښه شوي او د تېرکال په پرتله سږکال ډېر شوي دي، خو موږ معیاري پروسس او بسته بندی ته اړتیا لرو او د کرنې له وزارت څخه غواړو چې موږ ته د پروسس فابریکې جوړ کړي.»

د پروسس په برخه کې د کرنې وزارت د جلغوزیو تر ټولو لویه فابریکه په کابل ولایت کې جوړه کړه. دغه فابریکه د روان زېږدیز کال په مارچ میاشت کې د ولسمشر محمداشرف غني له خوا پرانیستل شوه.

د جلغوزیو د پروسس دغه لویه معیاري فابریکه په نړیوالو معیارونو د جلغوزو پروسس کوي او ویل ګیږي، چې د سیمې هېوادونو کې ساری نه لري.

دغه فابریکه چین او یوشمېر اروپایي هېوادونو ته د جلغوزیو د صادراتو په پیل سره بشپړ او په کار پیل وکړ. ددې فابریکې ماشینونه د سیمې هېوادونو په کچه ساری نه لري.

د جلغوزیو د پروسس د دغې لویې فابریکې مرستیال شیرعلي ځدراڼ وویل، چې «ددې فابریکې له فعالېدو وروسته جلغوزې په کور د ننه په نړیوالو معیارونو برابر پروسس او صادرولو ته چمتو کیږي.»

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه: « افغانستان، پاکستان او د سیمې په هېوادونو کې جلغوزي په لاس سپینېږي چې لاسي پروسس کولی شي د جلغوزو کاروونکو ته صحي ستونزې رامنځته کړي. خو اوس په افغانستان کې داسې فابریکه فعالیت کوی، چې په پاکستان، ایران او هندوستان کې یې ساری نشته. زموږ فابریکې کې جلغوزې د ماشینونو په واسطه لومړی پرېمینځل کیږي بیا وچیږي، له هغه وروسته سپینیږي او له بسته بندۍ مخکې، ضد عفوني کیږي.”

په دې فابریکه کې جلغوزې هم د پوستکي سره او هم یې مغز د امریکا او اروپا په معیارونو پروسس کیږي.

دغه فابریکه چې د کابل په صنعتي پارکونو کې شتون لري د پنځه میلیونه ډالرو په پانګونې سره رغول شوې ده. په دې فابریکه کې په ۲۴ ساعتونو کې اته ټنه جلغوزې پروسس او بسته بندي کیږي.

باید وویل شي، چې د ځدراڼ د فابریکې ترڅنګ په هېواد کې د جلغوزیو د پروسس ځينې نورې وړې فابریکې هم شته خو د ځدراڼ د فابریکې په څېر پرمختللي ماشینونه نه لري.

خو په پراخه کچه اوس هم د جلغوزیو پروسس او بسته بندي په دودیزه توګه تر سره کیږي.

د کرنې وزارت په پام کې لري، چې ددې محصول د پروسس، بسته بندی او له ضایعاتو څخه یې د مخنیوي په پار د خوست او پکتیا په ولایتونو کې هم د جلغوزو د پروسس او بسته بندی فابریکې جوړې او ددې محصول تولید، پراختیا، پروسس او پلور ته زمینه برابره کړي. په وروستیو کلونو کې تر ډېره د یاد محصول د قاچاق او غیرقانوني پلور مخه هم نیول شوې ده.

افغانستان په یوه کال کې د ۳۵ زرو ټنو جلغوزیو د تولید وړتیا لري.

په ۱۳۹۷ یم کال کې افغانستان د هوايي دهلېز له لارې د افغانستان په خپل نوم چین ته هم د جغلوزیو صادرول پیل کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني د کابل او چین تر منځ د جلغوزیو د صادراتو هوايي دهلېز پرانيست چې تر اوسه یې د زرو ټنو نه ډېرې جلغوزي صادر کړي دي.




t