دولسي جرګې وکیلان ولې د سعادات استعفاء غواړي!؟ – عمران اشنا

دولسي جرګې وکیلان ولې د سعادات استعفاء غواړي!؟ – عمران اشنا

دکورنیو چارو وزارت معین خوشحال سعادات دملي وحدت حکومت یو له مخکښو ځوانو جنرالانو څخه دی،چې په لږ وخت کې ډېرې لاسته راوړنې لري ،نږدې څو اونۍ وړاندې په کابل دشهید اونۍ لمانځل شوه.

له بده مرغه زورواکي، خودسري ، لنډه غري له تېر حکومت په میراث کې پاتې وو. دشهید اونۍ هرکال دشمال سیاستوال ښاغلي احمد شاه معسود حامیان په یو لړ مراسمو سره لمانځي. زه چې څومره معلومات لرم دا ورځ د نوموړي پلویان خورا په تشدد سره لمانځي. همدا څو اونۍ وړاندې چې ۱۸ دسنبلې په کابل کې څه تېرشول ټول ترې خبر یوو.

په کابل کې ۱۸ دسنبلې دشهید اونۍ په پلمه یو لړ خلکو ګډوډۍ او دحکومت ننګولو ته لمن ووهله متاسفانه دملي اردو ګارنیزون یو افسر هم پکې شهید شو.

د ورځې ترنیمایي همدې ګډوډیو دوام وکړ بالاخیره خوشال سعادت په امر دحالتو دمهار امر وشو هماغه و ،چې یو شمېر یې ونیول او حالت بیرته عادي شو. له هغې ورځې وروسته پرځای ددې چې دحکومت ننګه وکړي، په حکومت کې دننه یې اجراییه ریاست ریس مخالفت وکړ.

وکیلان ولې دخوشال سعادت استعغا غواړي؟

پورتني موارد چې یادشول همدا وړې بېلګې دي خوشال سعادت دانسان تښتوونکو او ګڼو حکومت ضدو سره جدي مبارزه کړې .

پرون ماښام ناوخته پولیسو دولسي جرګې دوکیل موټر دپلټلو غوښتنه کړې،چې په نتیجه کې ورسره مخالفت شوی، که دقانون تطبیق مسله شي، هیڅ څوک له قانون پورته نه دي نو بیا ولې دقانون دتطبیق پر مهال مخالفت ؟؟

زما په نظر دوه عوامل شته چې دخوشال سعادت په اړه یې غبرګونونه راپیدا کړي.

۱ ـ یو شمېر سیاستوال غواړي دسنبلې په ۱۸ مه معسود د پلویانو غچ بیرته واخلي او پدې کار دهغوی ملاتړ خپل کړي.

۲ ـ په پام کې ده، چې یوه اونۍ وروسته دولسمشریزو ټاکنو پایلې هم اعلان شي.

ناکام نوماندان هم خوشال سعادات ویره لري دوی پدې پوهېږي چې ناکام دي او نتیجه ورته دمنلو نه ده که چیرې دوی له نتیجې دنه منلو اعتراض وکړي همدا خوشال سعادت ورته یو ګواښ دی په همدې پلمه یې په حکومت فشار وارد کړی ترڅو سعادت له صحنې وباسي او بحران ته لمن ووهي .

نتیجه:

په ټولنیزو رسنیو دخوشال سعادت له پراخ ملاتړ دامعلومیږي چې ولس ترې راضي دی حکومت باید دهیڅ ډول فشار ویره ونه لري یوازې قانون ته دې لومړیتوب ورکړي.




t