څه باید وکړو؟ – وحید فقیري

څه باید وکړو؟ – وحید فقیري

کله نا کله زما څخه ځیني دوستان پوښتنه کوي چي «څه باید وکړو؟» دا یو ډېر مهم او حیاتي سوال دی. او جواب يې هم آسانه نه دی.

دا باید ووایم چي د اجتماعي بدلون لپاره د اخلاقي قهر، درد، او احساس درلودل مخکني شرطونه دي. مانا اوسني حالات باید دونه خراب وي چي زموږ اخلاقي قهر او غوسه راوپاروي. خو یوازي اخلاقي غوسه کافي نه ده. موږ مجبوره یو چي مشکلات «مشخص» کړو، او بیا «اقدام» وکړو، او «عملي ګامونه» واخلو.

د نورو ملتونو مبارزاتي تاریخ موږ ته دا راښيي چي هیڅ مثبت اجتماعي بدلون د حاکمي طبقې له خوا نه راځي. مانا اجتماعي او سیاسي تغییر د پاسه نه راځي، بلکي اجتماعي بدلون هله پېښېږي چي عام خلګ بسیج او منظم سي، او د عمل ډګر ته را ودانګي. او په ګډه د مثبت بدلون مطالبه وکړي.

ځکه حاکمه طبقه مدام کوښښ کوي چي اوسنی حالت وساتي، او د امکان تر حده پوري د اجتماعي او سیاسي بدلون مخه ونیسي. همدا د قدرت د ساختار تقاضا ده، همدا د قدرت د ساتلو هدف او مقصد دی.

د افغانانو له موجوده حالاتو څخه ښکاري چي په ټولنه کي خورا زیاته ځوانه انرژي پرته ده.‌ خو د دې انساني انرژي څخه سالمه استفاده نه کېږي، بلکي حاکمان هڅه کوي چي دا انرژي یا بېخي باطله کړي، او یا یې ګمراهۍ ته سوق کړي.

بله موضوع دا ده چي مثبت اجتماعي او سیاسي تغییر یوازي د کانفرانسونو، غونډو، ویناوو، او لیکنو له طریقه نه راځي، بلکي سالم بدلون عملي کار او مبازره غواړي.

نو لهذ، په یوې جامعې کي د سالمي مبارزې د پیلولو لپاره باید د څو مهمو منفي اجتماعي تمایلاتو سره همزمانه مقابله او مبازره وسي.

اول، انکار. عموما موږ ته ویل کېږي چي هیڅ مشکل نسته. هر څه سم دي. خیر او خیریت دی. حالات پر ښه لوري روان دي. په بل عبارت، مدام هڅه کېږي چي د مشکلاتو له موجودیته انکار وسي. په اصطلاح سترګي پر پټي سي. نو بنا، د سالمي مبارزې په لاره کي د «انکار» ماتول لومړی ګام دی. د اجتماعي او سیاسي مشکلاتو رابرسېره کول اساسي دنده ده. اجتماعي او سیاسي مشکلاتو ته د خلګو توجه ورجلبول محوري نقش لري. سیاسي او اجتماعي اګاهي خورول لومړی ګام دی.

دوهم،‌ فرار. حتی که چیري خلګ دا ومني چي مشکلات موجود دي، هغوی نه غواړي چي مسولیت و مني، او له موجوده مشکلاتو سره جدي مبارزه وکړي. بلکي هغوی غواړي چي له اجتماعي مبارزې څخه فرار وکړي. د اجتماعي او سیاسي مسولیته وتښتي. په اصطلاح ځان پر غولډنګي باندي واچوي.

دریېم، بل څوک ملامت ول. د خپل مشکل په برخه کي نور خلګ ملامتول یوه عمومي اجتماعي او اخلاقي ناروغي ده. خارجیان را ګرم دي. دا زموږ داخلي ستونزي نه دي، بلکي بهرنیانو ایجادي کړي دي. د خارجیانو او نورو غیري مریي لاسونو ملامتول د حاکمي طبقې یو کلاسیک تاکتیک دی. عموما، حاکمه طبقه هڅه کوي چي د خلګو توجه له ځانه واړوي، او بهر ته يې متوجه کړي. د نورو ملامتول مدام خلګ سره وېشي. د حاکمي طبقې بې کفایتي پټوي. د داخلي مشکلاتو څخه د خلګو پام بلي خواته اړوي. په بل عبارت، پاکستان، ایران، روسیه، او داسي نور ګرم دي.

څلرم، بد بیني. په اجتماعي او سیاسي مبارزاتو کي د «بد بینۍ» ناروغي نهایت خطرناکه ده. کله چي یو قام بد بینه سي، هغوی له حرکته پاته کېږي. د هغوی په باور مشکل لاعلاجه وي. هیڅ کار ممکن نه وي. توره تیاره وي. عموما حاکمه طبقه کوښښ کوي چي په خلګو کي بد بیني زیاته کړي، او هغوی ته دا ور وفهموي چي هغوی د حالاتو په بدلولو کي هیڅ قدرت نه لري.

پنځم، بې حوصله ګي. عموما خلګ هر شی سمدستي غواړي. سمدستي اجتماعي او سیاسي بدلون غواړي. په یوه ورځ د حالاتو بدلول غواړي. سمدستي وطن ګل ګلزار غواړي. حال دا چي اجتماعي او سیاسي بدلون د اوږدې مودې کار دی. حوصله، کار، او زحمت غواړي. د اوږدې مودې لپاره پلان، انسجام، او مبارزه غواړي. او بالاخره قرباني او ایثار غواړي.

نتیجه:

په هره اجتماعي او سیاسي مبارزه کي دا د مشرانو اخلاقي وظیفه ده چي لدې پنځو واړو ستونزوو سره همزمانه مبارزه وکړي. خلګ اګاه کړي. خلګو ته روښانه لاره وښيي. د مثبت اجتماعي او سیاسي تغییر لپاره باید دایمي مبارزه وسي. ځکه ښايي حاکمان به یو ځای شاتګ وکړي، خو هغوی مدام په کمین کي وي، او فرصت ته ګوري. نو لهذا، خلګو ته عمومي او دومداره سیاسي اګاهي ورکول حیاتي اهمیت لري.



افغانستان فقیري لیکنه مقاله
t