د لغمان د امنیت په اړه ځانګړې ناسته وشوه

د لغمان د امنیت په اړه ځانګړې ناسته وشوه

د لغمان د مرکز د لا ډاډمن امنیت، ولسوالیو د امنیتي کمربندونو د پراخوالي او د هوایي او ځمکنیو موثروعملیاتو د ترسره کېدو په موخه ځانګړې نظامي ناسته ترسره شوه.

دا نظامي ناسته نن د شنبې په ورځ د تلې له غرمې وروسته په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په مقر کې ترسره شوه.

د لغمان د رسینو دفتر وايي، په دې ناسته کې مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان تورنجنرال عبدالهادي ترین، د ملي امنیت ریاست لومړی مرستیال ډګروال غلام سخي، د لومړۍ پلې لیوا قومندان ډګروال بریالی اور ګونوال، امنیه قومندان مل پاسوال محمد سالم الماس او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.

شهزاده مظلوم یار د جمهوري ریاست په تېرو ټاکنو کې د امنیت په برخه کې له د امنیتي ځواکونو مننه او ستاینه وکړه.

هغه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له قومندان څخه وغوښتل:

«دا قول اردو دې د لغمان له امنیتي مسوولینو سره یوځای ددې ولایت د مرکز او ولسوالیو د لا ډاډمن امنیت په موخه خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ او هماهنګې کړي.»

په دې ځانګړې نظامي ناسته کې د ملي امنیت ریاست لومړي مرستیال ډګروال غلام سخي، امنیه قومندان او د لومړۍ پلې لیوا قومندان هم په خپل وار سره د ترسره کړو چارو او راتلونکو پلانونو اړوند خبرې وکړې.

سرچینه وايي:

«دوی ټولو په یوه خوله یادونه وکړه چې په خپلو منځونو کې د لغمان د مرکز او ولسوالیو د لا ډاډمن امنیت په موخه ددې ولایت د والي محمد اصف ننګ په مشرۍ ښه هماهنګي لري او د همدې هماهنګۍ په شتون کې یې وسله وال سخت ځپلي او سر پورته کېدو ته یې نه پریږدي.»

په ورته مهال په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان تورنجنرال عبدالهادي ترین د لغمان ولایت له ملکي او نظامي رهبرۍ څخه مننه وکړه چې تل یې د ښې رهبرۍ په شتون کې ددې ولایت امنیت ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

ښاغلي ترین وویل:

«ددښمن ځپلو په موخه به ډیر ژر هوایي او ځمکنیو عملیاتو لړۍ چټکه او د کمربندونو د پراخېدو لپاره به هم ځانګړې اقدامات ترسره شي.»

نوموړي امنیتي مسوولینو ته د مرکز او ولسوالیو په کچه د لا ډاډمن امنیت، د وسله والو ځپل، د کمین، ګزمې زیاتوالي او دامنیتي ځواکونو دښه همغږۍ درلودلوپه برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان دلغمان مرستیال والي ته ډاډ ورکړ چې په دې ولایت کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو او له منځه وړلو په برخه کې به د تل په څېر خپلوهڅوته دوام ورکړي.

دغه راز په دې ناسته کې په یو شمېر ولسوالیو کې د نویو امنیتي پوستو او بیزونو د ایجاو او تحکمیدو سربېره په ګڼ شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې.



راپورونه لغمان نظامي ناسته
t