افغانستان کې هر کال تر ۶۰ زرو تنو د سینې په سرطان اخته کیږي

افغانستان کې هر کال تر ۶۰ زرو تنو د سینې په سرطان اخته کیږي

د افغانستان طبي شورا وایي دلته هر کال تر ۶۰ زرو پورې کسان د سینې په سرطان اخته کیږي.

د دغې شورا مسولین وایي د زړه له ناروغیو وروسته د سینې سرطان په دغه هېواد کې د ښځو لپاره تر ټولو وژونکې ناروغي ده.

 د شورا د معلوماتو له مخې په کابل کې تر نورو ولایتونو د دغې ناروغۍ زیانونه تر هر ځای زیات دي.

 له سرطان سره د مبارزې د بنسټ ریس جاوید ساپی وایي بلخ، پنجشیر او کاپیسا له کابل څخه وروسته د سینې سرطان د ناروغۍ ټولو نه زیاتې متضررې سیمې دي.

د طبي شورا ریسه نسرین اوریا خېل وایي، چې ماشومانو ته د شیدو نه ورکول، د دخانیاتو مصرف او د وزن زیاتوالی په ښځو کې د سینې سرطان د پيدا کیدو لوی لاملونه دي.




t