په روانو جنګونو کې زموږ د لازم نه شعور رول

په روانو جنګونو کې زموږ د لازم نه شعور رول

الف الف بلال

په افغانستان کې روان جنګونه مختلف ابعاد لري، څومره بهرني هېوادونه چې په افغانستان کې نظامي حضور لري له امریکا نه را نیولې د ناټو تر نورو غړو هېوادو پورې، هر یو پخپل وار دلته اهداف لري او خپل اهداف تعقیبوي. همدارنګه هغه هېوادونه چې د ناټو غړي نه دي، زموږ له چم ګاونډ نه نیولې د سیمې تر نورو هېوادو پورې هم خپل جلا اهداف لري. د دغو ټولو هېوادونو اهداف هم سره یو شان نه دي؛ بلکې سره متفاوت دي چې همدې خبرې د افغانستان قضیه پېچلې کړې ده. کوم کسان چې د حکومت پرخلاف جنګېږي، هغه له مختلفو لوریو نه هم تمویلېږي او هم وسله وال کېږي. دا اوس چې د قطر مذاکرات څومره اوږده شول او لا هم معلومه نه ده چې څه نتیجه به ترینه لاسته راځي، د دې یو علت هم لکه د کورنیو چارو پخواني وزیر ښاغلی علی احمد جلالي چې له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې دې ته اشاره وکړه، دا ده چې هغوی د ښاغلي جلالي په تعبیر له بلې خوا نه دېکته کېږي؛ دا ځکه چې هغوی له خپلو ګټو او اهدافو نه، نه تېرېږي او امریکا او نوره بین المللي ټولنه هم په دې اړه خپل مسؤولیت ځکه نه ادا کوي چې هغوی هر یو خپل جلا اهداف لري او دا یوه پیشو هم د خدای له پاره موږک نه نیسي. امریکا دې ته اړتیا درلوده چې په ۲۰۰۱ کې د جنګ مړ شوی اور بیرته تازه کړي او که نه تاسې وګورﺉ! په ۲۰۰۱ کې امریکا اعلان وکړ چې یا له موږ سره یا زموږ پر خلاف. په دې کې یواځې ایران یو څه معقول دریځ غوره کړ او هغه دا چې نه له تاسو سره او نه له ترهګرو سره؛ خو له دې سره هم لکه وروسته چې په ډاګه شوه امریکا د افغانستان پر خلاف په سلګونو پروازونه د ایران له فضایي قلمرو نه په استفادې سره وکړل او هغه خبره محققه شوه چې: اسمان چې څومره غرېږي، هغسې نه اورېږي. پاکستان چې له طالبانو سره یې روابط درلودل په دې زړه نا زړه و چې د امریکا پلوي غوره کړي او که د طالب؛ خو لکه چې د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول د پاکستان ولسمشر جنرال مشرف ته تلفون وکړ چې که له موږ سره نه ودرېږﺉ؛ نو پاکستان به دومره بمبارد کړو چې د حجر پیړۍ ته یې ور وګرځوو چې له دې خبرې سره د پاکستان ولسمشر سمدلاسه له امریکا سره خپل پیوستون اعلان کړ؛ خو له دې سره یې هم له طالبانو سره خپله خواخوږي هم و پالـله او څو ځلي یې خپل استازي ور واستول چې د اسامه په باب له خپل غوره کړي دریځ نه تیر شي؛ خو دا معلومه نه شوه چې طالبان پخپله له خپل دریځ نه پر شا نه شول او که ورته وویل شول چې پر خپل دریځ ټینګ و اوسي چې د دې دواړو خبرو احتمال شته. مقصد دا که چېرې امریکا همدا او هم له زړه نه سوله  وغواړي او دا د ولسمشر ټرمپ یو کمپایني حرکت نه وي چې اوس هغه دی پخپله اداره کې له مخالفتونو سره هم مخ شوی؛ نو پاکستان ته په ډېره اسانه ویلای شي چې په افغانستان کې نور جنګ بس دی. زه باور لرم چې که امریکا یو دغسې جدي دریځ غوره کړي، دا د جنګ په ودرولو کې ډېره مرسته کولای شي. تاسې وګورﺉ طالبانو په ظاهره د ټولې ناټو پر خلاف جنګ روان کړی، او ورځه د افغانستان له حکومته خو یې بالکل سترګه نه سوځي؛ نو دا پوښتنه ځواب غواړي لکه د مخه چې ورته اشاره وشوه، جنګ خو یو اقتصاد غواړي، بیا نو طالبان دا هر څه له کومه کوي؟ دې پوښتنې ته نه طالبان ځواب لري او نه هغه هېوادونه چې د طالب اکمالات کوي چې په دې کې ان امریکا هم شامله ده.

متأسفانه د ۱۳۵۲ کال کودتا چې د داوود خان په مشرۍ وشوه، د دې پر ځای چې افغانستان د یوه سیاسي ثبات خوا ته بوځي، د بې ثباتۍ خوا ته یې بوت، دا کودتا د دې پر ځای چې د افغانانو ضرورت وي، د روسانو ضرورت و. روسانو په ډېر مهارت سره خپل ځري د داوود خان پر خوا وشا را ټول کړل او داوود خان یې چې سر تر پایه له عقدو ډک شوی و کودتا ته و هڅاوه. کله چې کودتا کامیابه شوه او داوود د اقتدار پر کرسۍ کښېناست او خوا وشا یې د مسکو جاسوسانو ډکه کړه؛ نو د مسکو د یوه پلان له مخې یې هغه سیاسي شخصیتونه او حرکتونه تر فشار لاندې ونیول چې مسکو خپل مخالف ګڼل چې په دې کې پخوانی صدراعظم میوندوال او د اسلامي نهضت منسوبین شامل وو. میوندوال ونیول شو او بالاخره د پرچمیانو له خوا په زندان کې شهید کړای شو، داوود خان چې د یوه انجام شوي عمل پر وړاندې واقع شوی و، هڅه وکړه چې دې مسالې ته یو پرتوګ وکړي او داسې وښیي چې میوندوال انتحار وکړ، حال دا چې دا د داوود د حکومت یوه ډېره مضحکه لوبه وه. د داوود پلویان اوس هم پخپلو لیکنو او کتابونو کې پر دې ټینګار کوي چې میوندوال انتحار وکړ، او د میوندوال قاتل، پرچمی اظهر خو لا د ځان د سپیناوي په خاطر په دې اړه کتاب هم لیکلی؛ خو حقیقت، حقیقت وي او په دغسې خبرو څوک لمر په دوو ګوتو نه شي پټولای.

په میوندوال پسې د اسلامي نهضت د منسوبینو وار راغی، پر هغوی فشار د دې باعث شو چې زیات شمېر هغه مشران یې چې د حکومت له منګولو بچ شوي وو، پاکستان ته هجرت وکړي. نهضت په ۱۳۵۴ کې د داوود د حکومت پر خلاف د نظامي عملیاتو پرېکړه وکړه؛ خو دا عملیات اصلاً نهضت اصلاً د خپلې برنامې له مخې و نه کړل؛ بلکې لکه وروسته چې بیا د پاکستان د هغه مهال د صوبه سرحد ګورنر جنرال نصیر ا… بابر په خپله یوه مرکه کې واضح کړه، دا د هغوی پروګرام و او غوښتل یې داوود خان ته یو پیغام ور واستوي چې که ته بلوڅانو ته په هلنمد کې ځای ورکولی شې او زموږ پر خلاف یې را پارولی شې؛ نو موږ هم بنګړي نه دي په لاس کړي. له دې نه دا په واضح توګه معلومه شوه چې د اسلامي نهضت هغه مشران او منسوبین چې د دې عملیاتو پلوي وو، د پاکستان په ګټه استعمال شول او که نه پر دې خو یو ماشوم هم پوهیدلی شي ې د یو څو محدودو کسانو حرکت، د داوود حکومت نه شو راچپه کولی. دې خبرې یقیناً داوود خان ته ټکان ورکړ او هغه د پاکستان په اړه پخپله دریځ کې نرمښت را وست او ان چې په ۱۳۵۶ کې یې اسلام آباد ته هم سفر وکړ. دا اوس چې کوم جنګیالي دا که په هر نامه په افغانستان کې جنګېږي او په ښکاره ورته یو دیني لباس اغوندي؛ خو حقیقت داسې نه دی، دا جنګ د نورو د ګټو او د نورو د اهدافو د تحقق په خاطر دی، خو دغه کوم جنګیالي چې د نورو جنګ په خپل هېواد کې کوي، هغوی په لا شعوري توګه د نورو د ګټو له پاره استعمالېږي او پر دې یې سر نه دی خلاص چې خپل وطن د نورو له پاره ورانوي او خپل خلک د نورو له پاره وژني.

له بلې خوا د افغانستان حکومت هم له مخالفینو سره چندان تفاوت نه لري؛ لکه څرنګه چې د مخالفینو زړه د ملت پر حال نه سوځي، دغسې د حکومت هم نه سوځي، دا نن د افغانستان په روان جنګ کې ډېر لوی شکایت د ملکي تلفاتو په اړه دی، په اصطلاح د دوو مېښو جنګ دی خو پښه پکې همېش د مېږې ماتېږي، پر دې اساس د جګړې پر دواړو اړخونو د نه شعور څپه خپره ده او چې تر کومه دې حالت تغییر نه وي کړی، جنګ به دوام کوي.




t