د بهرنیانو په لومړي افغان کلي (ګرین ویلیج) کې څه تیریږی؟

د بهرنیانو په لومړي افغان کلي (ګرین ویلیج) کې څه تیریږی؟

قاضي نجیب الله جامع

په تيرو پنځو کلونو کې دا څلورم ځل دی چې کابل ښار کې پکتیا کوټ ته څېرمه کابل بای سیمه کې د ګرين ويليج پر کمپ د طالبانو لخواه خوراه پیچلي او زیان اړونکي بريدونه تر سره کيږي، له دې وړاندې د ۲۰۱۲ په اپریل، د ۲۰۱۳ په اکتوبر او د ۲۰۱۴ د نومبر په ۱۹نیټه هم په ګرین ویلیج بریدونه شوي، ګرین ویلیج لومړنی بهرنی کلی ده، چې ټول اوسېدونکي یې بهرني وګړي جوړوی.

طالبانو ولې بیا ـ بیا ګرین ویلیج موخه وګرځول؟

د ۲۰۱۰، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ امریکایانو د افغانستان په سهیل ( کندهار، هلمند، زابل ارزګان ) کې پراخ د افغان وژنې کمپاین لکه هوایي بمبارې، چاپي او د افغانانو ځورول، ټکول او وژنې شروع کړې، کوم چې د پخواني ولسمشر حامد کرزی غوسه يې راوپاروله او د وخت افغان حکومت پدی اړوند خپل شدید اعتراضونه د عام افغان ولس د فشار له امله وکړل.

دا داسې مهال وو چې امریکایانو په افغانستان او سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو د لاسته راوړلو په موخه سوکه ـ سوکه د خپل نظامي شتون په اړوند د تطمیع شوی امریکا پلوه رسنیو او ځینو کسانو له لاري د باور جوړونې او پر افغان ولسمشر کرزي د فشار لپاره د امریکا سفارت او ( CIA ) د اپراتیفی پیسو په مټ تبلغاتي پروپاګنډه او لابي هم روانه ساتلې وه.

د ۲۰۱۲ کال په اوږدو چې کله د ګران افغانستان په ګوټ ګوټ کې د لسګونو امریکایي اډو او د جاسوسۍ د فعالو مرکزونو د شتون خبره لومړی په ایراني رسنیو کې راپورته او وروسته په کور دننه د خپلواکو مطبوعاتو له لوری وڅارله شوه طالبانو سمدستي د همدی کال په اپریل میاشت کې د امریکایانو دغه پټ په ظاهره سیاسي ولي خطرناک او له پیچلو دسیسو ډک کمپ چې په اصل کې د ( CIA ) او بلک واټر لخوا د پټو او مهمو اطلاعاتي ـ عملیاتي موخو لپاره کاریږی تر خپل برید لاندې راوست او همدا جریان تر ننه نږدی څلور ځله تکرار هم شو هغه چې د دغې سیمې په څو کیلوميټری کې د خلکو له پرلپسي اعتراضونو او نیوکو سره سره افغان حکومت د هغو د بندولو څه چې حتا د دې اډې یا په اصطلاح کمپ څخه عادي معلومات هم نه لري.

ـ ګرین ویلیج، د سي ای اې او بلک واټر پټ اطلاعاتي ـ عملیاتي مرکز.

په ۲۰۰۴ کال د فیبروري په میاشت کې چې کله د ولسمشر غني د ټیم اوسني لومړي مرستیال امرالله صالح د افغان ملي امنیت د مشر په توګه وټاکل شو نو د اس ریاست د کتاب لیکوال سټیو کول په خبره نوموړی وتوانیدو چې د افغان ملي امنیت اداری او ( سیا ) ترمنځ استخباراتي اړیکي پراخي او د هغوی د جاسوسي لسګونه او سلګونه مرکزونو پرانیستو ته زمینه برابره کړې هغه چې ( سیا ) د ایرانی ایسنا په خبره د کابل ـ اریانا سټیشن وروسته ۲ نورې د جاسوسي او تخریب نمایندګۍ پرانیسي چې د ګرین ویلیج کلي یي یو له دغو دوو څخه وو.

وروسته بلک واټر کمپنۍ چې د امریکا د دفاع وزارت په چوکاټ کې د کرايي جګړو یو له وحشت کارو قراردادیانو څخه ده، ډېر ژر په ګرین ویلیج کې د مرکزی او سهیلۍ اسیا په نوم څیړنېز مرکز پرانېست کوم چې د ولسمشر غني د نژدې پلویانو څخه د یوه تن د کورنۍ غړې یوه مېرمن یې مسووله او دوه تنه نور چې یو يي د لغمان ولایت څخه دی د افغاني الاصله امریکايي اتباعو په توګه چارسمبالي وګمارل شول.

ځکه يي هم دغې سیمې ته انګریزي نوم ورکړل شوی چې زیاتره اوسیدونکي یې هغه خارجیان دي چې په پوځي، ملکي، استخباراتي او نورو برخو کې یا مستقیماً د ( CIA ) د یادی اډې غړي، یا د بلک واټر افغان او بهرني همکاران، یا د امریکا د نږدی ملګرو لویدېځو هيوادونو د سیاسي نمایندګیو هغه استازي میشت دي چې دغه اډې ( کمپ ) ته مهمو ناستو ته بلل کیږي.

بل لور ته د دغسي استخباراتي ادارو ټوله راشه درشه لکه د ( CIA ) د نورو پټو مرکزونو او افغاني ملېشاوو چې د خوست ساتونکی ځواک یا KFC یې ښکاره بېلګه ده د همدغو بهرنیانو په ویټامینو د راستر شویو او دویته ژمنو بنسټونو سره ده چې په سیوري کې ځواک ورته ویلی شو.

افغان حکومت د دغه اډو او کمپونو نه خبر نه ده بیا هم که خبر وي یا خبر شي د دې واک نه لري چې حتا د دغه د جاسوسۍ د ځالو خواته په چپه هم ور وګورې دا خو پریږده چې هلته دې د څه تېریدلو او ولې احوال ولري.

زه خپله یو ځلی د دې سیمې خوا ته چې د یو ملګري په کور کې میلمانه وو له یو لوړ رتبه افغان چارواکي سره تللی وم، هغه چې خورا امنیتي حساسیتونه مو ولیدل کوم چې له امله دې سیمې ته نږدې هم عام خلک نه پریښودل کیږي او دا یوه سوچه پوځي سیمه ده.

دغسي په ولسي سیمو کې د لویو استخباراتي اډو جوړول ښیي چې زموږ له مالوماتو زیات هم دلته ډېر نور څه شته او شاید امریکا او متحدین یې دیته ورته په لسګونو نوري اډې هم د کمپونو، موسسو او مختلفو عنوانو لاندې ولري.

د بېلګي په توګه وړمه شپه د افغان سولې په برخه کې د امریکا سیاسي استازي زلمي خلیلزاد کابل کې له یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو سره د هوکړې پر بنسټ به دوی خپلي ۵ اډې وتړي هغه چې د ژورنالیسټ د بیا ییا ټینګار سربیره هم د دغو پټو اډو ادرس ښاغلي خلیلزاد افشا نه کړ او دا د امریکا د شتون او د دغې جګړې د ژوروالي پر مانا ده.

اوس افغان حکومت د پیښې د غندلو او د غچ اخیستلو پرځای باید له افغان ولس څخه په پردو او تیارو کې پټ کړې د پردیو د وحشت کاریو د شبکو اړوند بښنه وغواړی، دغه شبکې رسوا او هغه کورني عاملین چې د پردیو د جاسوسیو نمایندګیو ته يې د وحشت او افغان وژنې جوازونه ورکړې عدالت ته راوکاږي.

کنه له تشو غندنو او د افغانانو څخه له غچ اخیستو نه یوازې څه نه جوړیږی بلکې دا عملا له خپل ولس سره خیانت او د همدغه مصوونو او په شنو کلیو کې میشتو پراډیانو، اجرتي قاتلانو او جاسوسي شبکو سره همکاري او توجیه یې ده.




t