د شهباز شریف یو بې منطقه استدلال!

د شهباز شریف یو بې منطقه استدلال!

عزیز چوپان

انګرېزان چې د اوولسمې پېړۍ په پيل کې د سوداګرۍ په پلمه هند ته ورسېدل، بیا یې د ختیز هند یا ایسټ انډیا کمپنۍ جوړه کړه او د هند مغلي سلطنت دومره اغفال شو چې د انګرېزانو استعماري اهداف یې درک نه کړای شول، انګرېز کرار کرار پر ټول هندوستان مسلط شو او نژدې درې سوه کاله په هند کې پاتې شو. هندي ولس کرار کرار را ویښ شو او غوښتل یې چې انګریز یې له خاورې نه ووځي چې یو مهم اقدام یې د ۱۸۵۷ کال پاڅون و چې په خواشینۍ سره ناکام شو او انګرېزانو پاڅون کوونکي او خصوصاً مشران یې ډېر بد و ځپل؛ خو بیا هم هندي ولس له خپلو مبارزاتو نه لاس وا نه خست، ان چې یو ځل یې د امیر حبیب ا… خان د واکمنۍ پر وخت په کابل کې د یوه جلا وطن حکومت جوړولو اقدام هم وکړ چې اغېزمن جوت نه شو، دغسې نورې هڅې؛ خو بالاخره انګرېزان پر دې پوه شول چې تر دې زیات ورته په هند کې پاتې کېدل ممکن نه دي؛ نو یې له هنده د وتلو تصمیم ونیو؛ خو په داسې توګه چې په جنوبي آسیا کې یې ګټې خوندي پاتې شي او دې کار یوه لاره درلوده او هغه دا چې د هند لویه نیمه وچه باید د مذهب پر بنیاد تجزیه شي. دا کار وشو او هند پر هندوستان او پاکستان ووېشل شو، هغه مهال اوسنی بنګله دېش هم د پاکستان برخه وه چې د ختیز پاکستان په نامه یادېده؛ خو په ۱۹۷۱ کې له پاکستانه جلا او مستقل هېواد شو. انګرېزانو له هنده د وتلو پر مهال عمداً دوه رذالته وکړل او هغه دا چې نه یې له ډېورنډ کرښې نه ور اخوا د افغاني خاورې او ولس برخلیک معلوم کړو او نه د کشمیر. ډېورنډ او له ډېورنډه د پورې افغاني خاورې مساله د افغانستان او پاکستان تر منځ په یوه لانجه بدله شوه او د کشمیر مساله د پاکستان او هندوستان تر منځ. د پاکستان له تشکیل نه ډېر لږ وروسته د کشمیر د برخلیک په اړه د پاکستان او هند تر منځ جګړه وشوه چې په نتیجه کې پاکستان د کشمیر خاورې درېیمه برخه ونیوله او له خپلې خاورې سره یې یو ځای کړه؛ خو نوم یې پرې «ازاد کشمیر» کېښود حال دا چې ازاد کشمیر ازاد نه؛ بلکې د پاکستان د خاورې برخه شوه او اوس هم ده. د کشمیر پر سر د شخړې په نتیجه کې د هند لومړني صدراعظم نهرو دا ومنله چې د کشمیر برخلیک دې د یوه رفراندم یا (استصواب رای) له لارې وټاکل شي؛ خو تر اوسه پورې دا کار و نه شو او هېچا کشمیري ولس ته دا وخت ور نه کړ چې په خپله خوښه د خپل برخلیک په اړه تصمیم ونیسي. د کشمیر پر سر له ۴۸- ۱۹۴۷ نه علاوه په ۱۹۶۵ کې هم هغه مهال چې لا لال بهادر شاستري د هند صدراعظم او مارشال ایوب خان د پاکستان ولسمشر و هم ټکر راغی. په دې جنګ کې هند پر دې باور و چې د جنګ د ګټات پر پوله ناست دی او پاکستان له ډېرو سختو تهدیدونو سره مخ و؛ خو بالاخره شوروي مشر بریژنف مداخله وکړه، دواړه مشران یې تاشکند ته وغوښتل او فشار یې راوړ چې اوربند ومني او دواړه لوري خپلې قواوې شاته کړي. د شاستري استدلال دا و چې هغه خو جنګ ګټلی؛ نو څرنګه له یوه ګټلي جنګ نه پر شا شي، که دا کار وکړي خپل ولس ته به څه ځواب وایي. نتیجه دا چې پر هغه دومره فشار راغی چې په تاشکند کې ومړ او جسد یې هندوستان ته انتقال کړای شو؛ خو جګړه هم پای ته ورسېده. هندوستان هغه مهال له پاکستانه غچ واخیست چې په ۱۹۷۱ کال چې ذوالفقار علي بوټو د پاکستان صدراعظم و او د پارلماني ټاکنو نتایج یې چې انتخابات شیخ مجیب الرحمن وګټل، ونه منل او ختیز پاکستان یا اوسني بنګله دېش ته یې خپل ځواکونه واستول او دې ځواکونو هلته تاریخي جنایات وکړل چې په مقابل کې یې بنګالي ولس قیام وکړ او هند یې مرستې ته ور ودانګل. د پاکستان خوا وشا نوي زره عسکر هندي قواو ته سلامي شول چې په نتیجه کې بنګال د استقلال اعلان وکړ او د بنګله دېش په نامه و پېژندل شو چې بالاخره پاکستان هم په رسمیت و پېژاند.

تر کومه چې د کشمیر مسأله وه؛ نو دا مسأله همداسې ګونګه پاتې شوه. په دې ترڅ کې پاکستان د قبایلي سیمو په اړه ګام پورته کړ او دا قبایلي سیمې یې په اوسني خیبر پښتونخوا یا پخواني صوبه سرحد پورې وتړلې.په دې پسې دا دی هند هم د کشمیر نیمه مختار حالت ختم اعلان کړ چې دې موضوع دا دی د هند او پاکستان تر منځ نورې ناندرۍ را پورته کړې. که څه هم پاکستان په دې اړه د میډیا له لارې او همدا رنګه د تظاهراتو او لاریونونو له لارې خپل غبرګون ښيي او پخپله کشمیریان هم د هندوستان د دغه نوي اقدام مخالف دي؛ خو زه فکر نه کوم چې دا دواړه هېوادونه د کشمیر پر سر یو ځل بیا د جنګ ډګر ته ودانګي. د پاکستان له پاره د بنګله دېش د غچ اخستلو ډېره ښه موقع په ۱۹۹۸ کې د کارګل جګړه وه چې د امریکا د فشار په نتیجه کې د پاکستان صدراعظم نواز شریف ترېنه شا ته شو، نور دا دواړه هېوادونه هغه د ۱۹۴۷ یا ۱۹۶۵ یا ۱۹۷۱ کال هېوادونه نه دي؛ بلکې دواړه هېوادونه اتومي قوتونه دي. تر کومه چې په پاکستان پورې اړه لري پاکستان دا مهال له اقتصادي پلوه ډېر له پښو لوېدلی او په نظامي ډګر کې هم له هنده په معاصره برخه کې کمزوری دی.

زه اوس دې خبرې ته را ځم چې انګرېز خو له هنده و ووت، هند د مذهب په نامه تقسیم شو او پاکستان جوړ شو؛ خو په پاکستان کې د انګریز میراث پنجاب ته پاتې شو. اوس که چېرې وویل شي چې پاکستان یعنې پنجاب نو یو ډېر پر ځای تعبیر دی. د پاکستان پاتې درې ایالتونه همېشه د پنجاب پر وړاندې ثانوي حیثیت درلودلی دی، له همدې لامله په سند، بلوچستان او صوبه سرحد (خیبر پښتونخوا) کې د پنجاب پر خلاف په یوه ډول نه یو ډول کرکه موجوده وه او اوس هم ده. د دې احتمال کاملاً نه شي ردېدای چې همدا حالت یو وخت د پاکستان د تجزیې باعث شي هغه څه چې اوس یې د پاکستان قوي پوځ مخه نیولې ده.

تر کومه چې د افغانستان په اړه د پاکستان خبره ده؛ نو له افغانستان سره د پاکستان دا دریواړه ایالتونه (سند، خیبر پښتونخوا، بلوچستان) تربګني نه لري؛ بلکې ټوله تربګني ورسره پنجاب پالي او باید یې وپالي؛ ځکه انګرېز خپل میراث پنجاب ته پرېښی او دا افغانان وو چې درې ځلي یې د انګریزانو پوزه په خاور پورې وموښله او بالاخره یې انګریز دې ته اړ کړ چې د افغانستان بشپړ سیاسي استقلال ومني. چې دا په سیمه کې د انګریز دحضور د خاتمې په معنا و.

دا وخت چې د کشمیر په اړه د هند نوي اخستي ګام دا موضوع یو ځل بیا د سیاسي ناندریو تر کچ پورې توده کړې ده، د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مشر او په ولسي جرګه (قومي اسمبله) کې د اپوزیسیون مشر شهباز شریف دوه ځلي دا غږ پورته کړی چې دا څنګه کېدای شي چې په کشمیر کې اور بل وي او په کابل کې دې سوله راشي؛ نو چې کشمیر سوځي باید په کابل کې هم اور بل وي. شهباز شریف د پاکستان اوسنی حکومت پر دې ملامتوي چې په افغانستان کې د سولې له بهیره د ملاتړ غږ کوي، که څه هم دې ملاتړ تر اوسه عملي جبنه نه ده خپله کړې. په حقیقت کې دا د انګرېز غږ دی چې د شهباز شریف له ستوني را پورته کېږي او که دا نه وي، پاکستان خو تیر ۷۳ کاله له افغانستان سره په دښمنۍ کې تېر کړل، څه یې لاسته راوړل، اوس چې یوویشتمه پېړۍ ده پاکستان ته هم پا کار دي چې پر خپل زاړه افغان سیاست بیا کتنه وکړي او یوه داسې لاره غوره کړي چې دا دواړه هېوادونه نور د هغې تېرې بې باورۍ له حالته را ووځي او که نه دا حالت د یوه هېواد په ګټه هم نه دی. شهباز شریف اوس هم په شلمه پېړۍ کې ژوند کوي په هغه پېر کې چې ورور یې نواز شریف د افغانستان د اردو په انحلال کې مهم رول ولوباوه او دا هېواد یې د جنګ خونړیو پنجو ته وسپاره؛ خو خدای پاک ترېنه د دې مظلوم ولس انتقام واخست او نن هم د خیانت په جرم په زندان کې پروت دی، دغسې د بې نظیرې او پرویز مشرف برخلیک هم ټولې دنیا ولید. شهباز فقط خپل انګریز بادار ته خپل اخلاص ښکاره کوي او که نه هغه څه چې دی وایي دا د پاکستان په ګټه نه دی؛ ځکه کشمیر له افغانستان سره څه تړاو لري او داسې هم نه ده چې هندوان د افغانانو د تره زامن دي چې د هغوی د سیاستونو غچ باید له افغانانو نه واخلي. افغانستان له هند سره له یو دوستانه دپلوماتیکو اړیکو او یو محدود تجارت ور اخوا نور څه روابط لري او بله دا چې همدا د پاکستان غلط ساستونه، افغانستان دې ته مجبور وي چې له پاکستانه لري او هند ته ورنژدې شي.




t