د ټاکنو پرضد د ناوړو هڅو مخنيوى دې وشي / سپوږمۍ پوپلزۍ

د ټاکنو پرضد د ناوړو هڅو مخنيوى دې وشي / سپوږمۍ پوپلزۍ

د ولسمشريزو ټاکنو په اړه، هر يو کس او ناکس، هر څه وايي، په داسې حال کې، چې ټاکنې د ولس اراده او د قانون له مخې ملي پروسه ده، چې د روانې تلې په ۶ مه په ښه توګه وشوې، حال دا چې دښمنو لوريو د ترهګرو او طالبانو په واسطه هڅه کوله، چې د دې ټاکنو مخينوى وکړي او هغوى ملت ته سخت خبردارى ورکړى وو، چې په ټاکنو کې له ګډونه لاس واخلي، که نه نو ترهګريز بريدونه به پرې وکړي، خو له نېکه مرغه، کورنيو ځواکونو د دغو ترهګريزو بريدونو مخنيوى په پوره مېړانه وکړ او دا چې ولس په دغه راز خطرناک حالت کې ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون وکړ، نو دا بيا په نړيواله کچه خلک حيران کړل او ټولو پر افغان ولس شاباسى ووې، چې د ترهګريزو بريدونو پروا يې ونه کړه، را ووتل او د ولسواکۍ د تحقق او دوام لپاره يې رايې ورکړې. دې ته په کتو سره بايد د ولس دغه تصميم نتيجه ورکړي او دا اوس په ټاکنيزو کمېسيونونو پورې اړه لري، چې هغوى د قانون له مخې پر دغه ولسواک تصميم قضاوت وکړي. او په ټاکنو کې ټول شکايتونه پرته له هر ډول غرض او لاسوهنې د قانون په رڼا کې وځېړي او د ولس هغه له منځه تلل باور چې د تېرو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د خلکو په منځ کې را پيدا شوي، بېرته ترلاسه او ولس ته دا په ډاګه کړي چې يوازې او يوازې د ملت تصميم او راي مهم دى، چې هم قانوني او هم تصميم نيوونکې بڼه لري! نو ټاکنيزو کمېسيونونه ملي او قانوني مسووليت لري، چې د ټاکنو پايلې اعلام او افغانستان له سخت بحرانه وژغوري. موږ د ټاکنيزو کمېسيونونو هغه تصميم چې که هر څوک په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، عدلي او قانوني ارګانونو ته به يې معرفي کړي، ستايوو، دا جرم دى او د دغه جرم لپاره سزا هم ټاکل شوې ده، دلته هر څه روښانه دي، يوازې او يوازې عمل په کار دى او هغه هم جدي عمل! همدا رنګه د افغانستان حکومت په تېره بيا عدلي او قضايي ارګانونه بايد په ټاکنو کې د هر لاسوهنکي مخنيوى وکړي، حکومت بايد د ټاکنيزو کمېسيونونو کارکوونکي هم د دندې او هم له دندې په خارجه فضا کې وساتي او د سر او مال ساتنه يې پر هغوى قانوني حق دى، دا خبرې ځکه مهمې دي، چې د راى شمېرنې بهير پيل شوى او د شکايتونو د ارزونې له مخې بايد پاکې له ناپاکو رايو بېلې شي. دا بهير خپل وخت لري او بايد مسوولين يې په سړه سينه بشپړ کړي. که يې لږ نوره هم روښانه کړو، ټاکنيز کمېسيونونه په خپله محدوده او حاکم دولت بيا په خپله محدوده کې په دې اړه قانوني مسووليتونه لري، چې خوندي فضا را منځته او د هر خطر مخنيوى وکړاى شي! له ډېره بده مرغه، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو شورا پرون په خبري غونډه کې ویلي، تېرې ټاکنې برىالى کانديد نه لري او اوس له بحرانه د افغانستان د ایستلو لپاره درېیم انتخاب په کار دى دغې شورا د درېـىمې لار او انتخاب په تړاو څه ونه ویل خو زىاتوي چې له نورو ملي او خلکو ته وفادارو سیاسیونو سره د ټاکنىز بحران د مهار لپاره په درېـيم انتخاب ګډ کار کوي. همدا راز د دښمنو هېوادنو په واسطه نورې مغرضې کړۍ هم د ټاکنيزې لړۍ د بدنامولو او لغوه کولو هڅو ته زور ورکړى دى. دا کړۍ په ښکاره توګه د ولس د ارادو او قانون پرضد را پورته شوې دى، چې دا ټاکنې بې پايلې او هېواد د بحران کندې ته ورټېل وهي!؟ حکومت بايد د دې کړيو مخنيوى وکړي او د قانون او ملي تصاميمو په جرم يې پر خپله جزا ورسوي! اندېښنه دا ده، چې هر يو کس او ناکس را ولاړېږي او د ولس پر ارادو ملنډې وهي او قانون تر پښو لاندې کوي!




t