نابینایانو ترمنځ د کرکټ د شل اوریزو سیالیو اتلولي ننګرهار لوبډلې وګټله

نابینایانو ترمنځ د کرکټ د شل اوریزو سیالیو اتلولي ننګرهار لوبډلې وګټله

په دې سیالیو کې څلور لوبډلو د بېلابېلو ولایتونو څخه ګډون کړی و،د دغو سیالیو درې لوبې په ننګرهار او درې یې د کونړ کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې.

ګډونکې لوبډلې لوبغاړو په ګډا سره په خپلې بريا خوښي وښوده او زياته يې کړه؛ که امکانات ورته برابر شي؛ نو دوی به په بهر کې هم لوبې وګټي.

د نابينايانو اتحاديې مشر فضل غني بشر دوست وايي، چې تر دوه زره شل کال به د دوی ټيمونه وتوانيږي، چې په بهرنيو هېوادونو کې د کرکټ سيالۍ تر سره کړي.

نوموړي وويل، چې د دوی د لوبغاړو په روزنه کې يو شمېر مرستندويه ادارې مرسته کوي او تمه ده، چې په بهر کې د لوبې کولو زمينه به هم ورته برابره کړي.

نابينايانو ترمنځ د سياليو جوړونکی عبدالجميل ارسلا وويل، چې له دې سياليو موخه د نابينايانو روزنه ده او هڅه به وکړي، چې په نږدې راتلونکې کې په بهر کې هم ولوبيږي.




t