رانچي محکمې پولیسو ته د امیشا پټيل د نیولو امر ورکړ

رانچي محکمې پولیسو ته د امیشا پټيل د نیولو امر ورکړ

د هندوستان د رانچي محکمې پولیسو ته د بالیووډ د ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې امیشا پټیل د نیولو امر ورکړ. د هندوستان یو سو شخص تیر کال پر امیشا پټیل د پیسو د نه واپس کیدو له امله په محکمه کي عریضه ثبت کړي وه. پس له یو کال تیریدو اوس محکمې د هغې د نیولو آمر ورکړي دي.

د بالیووډ پر یادي ښکلې سېنمايي ستورې تور دی، چي د یو هندي شخص څخه يي د یو فلم جوړول لپاره ۲.۵ کروړه روپۍ اخیستي او تمه کیده، چي په ۲۰۱۸ م کال کي د فلم له وړاندې کیدو وروسته ورته یاده اندازه پیسې واپس کړي. د اجی سینک په نوم شخص وايي، نه دا چي د هغه پیسي يي نه دي ورکړي، بلکي د هغې فلم هم په یاده نیټه وړاندې نه سو.

د اجی سینګ په نوم شخص هندي رسنیو ته ویلي دي:(( امیشا پټيل او د هغه شریک کونال له ما څخه د یو فلم جوړولو لپاره ۲.۵ کروړه روپۍ اخیستې وې. هغوي راته اطمینان راکړ، چي په ۲۰۱۸ م کال کي د فلم د خپریدو وروسته به راته پیسې وسپاري. د هغوي فلم په ۲۰۱۸ م کال کي هیڅ خپور نه سو او نه يي زما روپۍ راکړې. وروسته مي له هغې سره د پیسو د واپس کیدو لپاره تماس ونیوه، هغې راته د ۳ کروړو چیک راکړ. کله چي بانګ ته ورغلم په بانک کي هغه اندازي بودیجه نه وه.))

محکمې د امیشا پټیل د نیولو امر ورکړ

یاد شخص دا تورهم پوري کوي، چي هغه ته جعلی چیک ورکړی دی. محمکې د دې موضوع تر یو کال څیړني وروسته پولیسو ته د هغې د نیولو امر ورکړ. که څه هم امیشا پټیل او شریک یي دا تور نه مني، خو وبه لیدل سي، چي پولیس به دوي ونیسي او حقدار شخص ته به خپل اندازه پیسې وسپارل سي؟. دا هغه پوښتنه ده چي وخت به يي ځواب کړي.

پاته دي نه وي، چي له دي مخکي د بالیووډ کومیدن ستوری راجپال یادو او د بالیووډ پر شکلې ستورې سوناکشی سینا باندي هم دا ډول تورونه پوري سول. چي له امله یي راجپال یادو دوي میاشتي بندي هم سو او سوناکشي لا تر اوسه پولیسو نه ده نیولې.



بالیووډ فلمي نړۍ
t