د هجرت الله اختیار یو غزل

د هجرت الله اختیار یو غزل

د زنده ګۍ څېره رښتيا رانه له ياده وتې
تياره تياره يمه، رڼا رانه له ياده وتې

يوې اينې ته مې يو وخت څېره سپارلې څه وه؟!
بلا موده تېره ده، لا رانه له ياده وتې

د کوم چمن د يو ګلاب کيسه خو وکړ‌ئ راته
خزان وهلى يم ښکلا رانه له ياده وتې

هغه د عشق سپېڅلى لمونځ به مې قبول شي کنه؟!
سلام مې وګرځو دعا رانه له ياده وتې

ما مې بچيو ته هم کرکه له انسان ورزده کړه
بلا مې نه داړي بلا رانه له ياده وتې

له تا نه پس چې زه اوس ځان د کاڼي بوت ګڼمه
ساه رانه وتې او که ساه رانه له ياده وتې؟!




t