خوست کې د فوټبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

خوست کې د فوټبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د خوست ولایت په حکیم تڼیوال لوبغالي کې پيل شوی ټورنمنټ پای ته ورسېد.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، په دغه ټورنمنټ کې ۱۶ لوبډلې ګډون کړی و، چې پایلوبې ته مجاهد او شاهین لوبډلو لاره پيدا کړه. یاد شوي ټورنمنټ یوه میاشت دوام وکړ.

په پایلوبه کې د شاهین او مجاهد لوبډلو ترمنځ لوبه دوه دوه مساوي پای ته ورسېده، خو د پینالټیو په ضرباتو سره مجاهد لوبډلې وکولای شوای، چې شاهین لوبډله له مخې لرې کړي.

دا ټورنمنټ غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د جایزو په ورکړې سره پای ته ورسېد.



افغانستان خوست سپورټ فوټبال
t