د هندي مهاجرینو په تړاو د شاه امان الله خان فرمان

د هندي مهاجرینو په تړاو د شاه امان الله خان فرمان

“شاه امان الله خان سل کلونه دمخه د کډوالو په تړاو داسې انساني چلند غوره کړی و؛ دا اوس چې په نړۍ کې د کډوالو کوم بحران راپورته شوی دی او په تړاو يې د اروپا او یو شمېر مسلمانانو هېوادونو مشرانو چې کوم دریځ خپل کړی؛ له هغې د امان الله خان دریځ سل ځله غوره و. له راتګ سره به کډوالو ته د هویت پاڼې ورکول کېدې، او هم به ورته د کار او اوسیدو زمینې مساعدېدلې.
خو برعکس په اروپا او اسلامي هېوادونو کې اوسمهال نه دا چې د کډوالو پر مخ دروازې تړل کېږي، بلکې له دوی څخه د یوې سیاسي آلې په توګه هم ګټه اخیستل کېږي؛ ان ځینې مهال خو یې ذهنونه هم مینځل کېږي او هېوادونه یې په نورو هېوادونو کې د ټولنیزې انجینرۍ تجربې لپاره هم استعمالوي.

ان ځینې چې په اسلامپالو هم یادېږي، او له ستر غازي څخه په سلهاوو چند زیات وسایل هم لري، بیا یې هم دريځ د غازي له فرمان څخه په سلهاوو ځله ښکته دی. خو هېښوونکې پکې بیا لا دا ده، چې زموږ په ټولنه کې دغه نوموړی اسلامپال د مسلمانانو د رهبر په توګه یادیږي، او امان الله خان بیا پکې د سیکولریزم سرلاری او د کفر له ټاپو سره مخ کېږي. عجیبه نه ده؟! آیا دا زموږ د فکري ډوګما له کبله ده او که د ناپوهۍ؟ او یا دواړه؟؟ دا بحث پرېږدم، راځم د غازي امان الله خان فرمان ته.

په ۱۹۲۰ زیږدیز کال کې، د هند مسلمانانو د خلافت غورځنګ د ناکامېدو له کبله افغانستان ته هجرت وکړ، نو لوی غازي امان الله خان فرمان صادر کړ، چې:
لومړی: هر څوک چې افغانستان ته هجرت کوي، نو د افغان هویت پاڼه دې ترلاسه کړي.
دویم: هر مهاجر چې افغان هویت ولري، نو هغه ته به شپږ جریبه زراعتي ځمکه ورکړل شي، خو واده کړي ته به اته جریبه زراعتي ځمکه ورکول کېږي.
درېیم: هر بالغ ته به پنځه سېره غنمه او هر ماشوم ته درې سیره غنمه ورکړل شي.
څلورم: هر مهاجر ته چې شپږ جریبه زراعتي ځمکه ورکول کېږي، هغه ته به همهاله د جریب په سر شپږ سیره غنمه هم ورکول کېږي [څو په اسانۍ دهقاني وکړای شي.] دا پیسې به بیا ترې درېیو کلونو وروسته وګرځول شي.
پنځم: مهاجر به تر درېیو کلونو پورې له مالیې معاف وي؛ خو له څلورم کال راهیسې به پرې مالیه پلي کېږي.
شپږم: د افغان حکومت د مشورې پرته به مهاجرین په سیاسي بوختیاوو کې نه ښکېلېږي.
اووم: د مهاجرینو زده کړیالان او مسلکي کسان به په حکومتي دندو کې جلب شي.
اتم: په پیل کې دې مهاجرین جبل السراج ته ولاړ شي، او بیا به حکومت د هغوی د مېشتېدو غمه وخوري.

دا د ډېرې لېوالتیا ځای دی، چې د لوی غازي امان دغه فرمان یوازې هندي مسلمانانو ته نه و صادر شوی، بلکې مذهبي هندوان یې هم په خپله غېږ کې رانغاړل. هو هغه هندوان چې په هندوستان کې د انګریزي استعمار تر توغ لاندې يې شپې تېرولې او غوښتل یې نور له دې غلامۍ ځان خلاص کړي.”.

💅احمد بلال خليل

منډیګک



امان الله خان معلومات مهاجرین\
t