د علم ګل سحر غزل

د علم ګل سحر غزل

زړه مې له تا څخه راټول کړم، تاته بیرته راشي

لکه پتنګ د رڼایي ځلا ته بیرته راشي

ارمان مې ستا تر آننګو و رسي، بیرته راشي

لکه افغان پرمختګ وکړي، شاته بیرته راشي

آزادي نه غواړي پخپله ځان بندي کړي راشي

د ځنځیرونو، زولنو شرنګا ته بیرته راشي

د یتیم سر باندې لاس تیر کړه، په تندي یې ښکل کړه

که دغه ګل له چا خپه شي، چاته بیرته راشي

ستا د وصال خیال وي سر زوری ماشوم هیڅ نه مني

چې نن یې و رټم خو بیا سبا ته بیرته راشي

ته دومره لیرې رانه ولاړې چې بیا هیڅ رانغلې

یاد دې له مانه شیبه ولاړ شي ماته بیرته راشي

۱۵/ ۷/ ۱۳۹۲

تایمني- کابل




t