د ټاکنو له پروسې نه د بایسکېل ځغلوونکو د فدراسیون ملاتړ

د ټاکنو له پروسې نه د بایسکېل ځغلوونکو د فدراسیون ملاتړ

لسګونه بایسکېل ځغلوونکي د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ته ورغلل، د دغه بنسټ کار او فعالیتونه یې وستایل او د ولسمشریزو ټاکنو د پر وخت او بریالیو ترسره کولو له امله یې د کمیسیون ملاتړ اعلان کړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د یاد فدراسیون د بایسکېل ځغلونې د ټيم مسوول محمد حسین حمیدي د ملي پروسو، په ځانګړي ډول د ټاکنو، ملاتړ اړین وباله او زیاته یې کړه:

« دا ځوانان له بېلابېلو ولایتونو راغلي دي چې د ټاکنو بریالي ترسره کېدل وستايي.»

نوموړي د ټاکنو پر وخت ترسره کېدل د خلکو او نړیوالې ټولنې د باور ترلاسه کولو لپاره اړین وبلل.

د کمیسیون غړي او منشي ښاغلي مسافر قوقندي د بایسکېل ځغلوونکو د راتګ او ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل کړه:

« ستاسو، د ټولنې د نورو قشرونو او اړوندو بنسټونو ملاتړ د کمیسیون قدرت زیاتوي.»

ښاغلي قوقندي چې د کمیسیون په استازیتوب یې خبرې کولې، زیاته کړه:

« ستاسو ځوانانو او نورو رایه ورکوونکو د هرې رایې دفاع او ساتنه کوو.»

د یادولو وړ ده چې په دغو مراسمو کې د کمیسیون غړي او منشي مسافر قوقندي، د دارالانشا د ستراتېژیکو اړیکو مرستیال علي شاه مصباح او د کمیسیون د مرکزي دفتر ځينو نورو مشرانو هم ګډون درلود.

دغه مراسم د بایسکېل ځغلوونکو لخوا د په زړه پورې حرکاتو او پر دوی باندې د ټاکنیزو نښو او جامو ـ چې د ټاکنو په اړه د پوهاوي په پیغامونو ښکلې شوې وې ـ په وېشلو پای ته ورسېدل.



افغانستان بایسکل ځغلوونکي
t