مخالفو وسله والو مخابراتي کمپنیو ته سخت تاوانونه اړولي

مخالفو وسله والو مخابراتي کمپنیو ته سخت تاوانونه اړولي

د افغانستان مخابراتي شبکو ته د وسله والو مخالفینو له امله په میلیونونو تاوان اوښتو خبر ورکړل شوی دی.

اترا یا د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره وایي، د دولت وسله والو مخالفینو په دې وروستیو کې د مخابراتي کمپنیو ۴۹ سایټونه ویجاړ کړي دي.

د یادې ادارې تخنیکي سلاکار عطا محمد یاري دا خبرې تائید کړي دي.

ده ویلي؛ ۴۹ سایټونه تر ټاکنو وروسته او یا د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال وېجاړ کړل شوي دي.

یاري زیاتوي چې پر مخابراتي شرکتونو د وسله والو حملې له یوې خوا عام ولس له خدماتو بې برخې کوي او له بلې خوا د مخابراتي خدماتو د ګرانېدو سبب ګرځي.

باید وویل شي چې یاده اداره داسې مهال دا ډول څرګندونې کوي چې طالبانو په افغانستان کې ځینو مخابراتي کمپنیو ته خبرداري ورکړي وو او ددوی ځينې کړنې یې استخباراتي فعالیتونه بللي وو.



افغانستان مخابراتی شبکی ټیکنالوژي
t